<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-07 17:30:01    
په هرو دوو کلونو کی د چين په بېجينګ کی د نقاشۍ د دوهمې دورې د بين المللی نندارتون په هکله څه معلومات

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! اوس د نقاشۍ د دوهمې دورې بين المللی نندارتون چی په هرو دوو کلونو کی يو ځل جوړېږی، د چين په مرکز بېجينګ کی پرانيستل شوی چی دا په چين کی د نقاشۍ تر ټولو ډير لوی بين المللی نندارتون بلل کېږی او په عين وخت کی د نقاشۍ او فلکلوری هنر په هکله زيات ټولنيز سازمانونه په دې باب يو لړ نندارتونونه هم جوړوی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د چين په مر کز بېجينګ کی په هر دوو کلونو کی د نقاشۍ د دوهمې دورې د بين المللی نندارتون په هکله څه معلومات واورئ.
د چين په مرکز بېجينګ کی په هرو دوو کلونو کی يو ځل د نقاشۍ د دوهمې دورې بين المللی نندارتون د سپتمبر له شلمې نيټې څخه د اکتوبر تر شلمې نيټې پوری د چين د نقاشۍ په موزيم او د پېړۍ د يادګاری په ودانی کی جوړېږی. له سږنی نندارتون څخه څرګنديږی چی هنرمندان سولې ته په درنه سترګه ګوری او د طبيعی چاپيريال او انسان په شمول مسئلې په نظر کی نيسی. له څه نا څه اوياوو هېوادونو او سيمو څخه څه دپاسه اوه سوه نقاشی او مجسمې په دغه نندارتون کی ښودل کېږی، علاوه پر دې، دغه نندارتون د ايتاليې، روسيې او ازبکستان د معاصرو هنری نندارتونونو په شمول له شپږو ځانګړو نندارتونونو څخه عبارت دی او نندارچيانو ته رنګا رنګ نقاشی او مجسمې ښودل کېږی.
د لومړې دورې د نندارتون په نسبت سږنی نندراتون زيات هنرمندان ځانته راجلب کړيدي. د معلوماتو له مخی غوښتل شوی و چی څه دپاسه اوه زره هنری اثار په سږنی نندارتون کی وښودل شی، مګر يوازی يو زر هنری اثار وغوښتل چی د لومړی دورې په نندارتون کی وښودل شی. د چين مربوط شخصيتونه په دې عقيده دي چی په بېجينګ کی د هنری اثارو بين المللی نندارتون به د چين او بين المللی ټولنې ترمنځ د يوه نوی پل په حيث رول ولوبوی. د چين د نقاشانو د ټولنې رئيس چی شانګ يی د سږنی نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کی وويل
(لومړی اواز)
نړيوال دې ته اړتيا لری چی په کلتوری ساحه کی له چين سره د تبادلې او همکارۍ له لاری د چين په هکله معلومات تر لاسه کړي، څو چی ګډ انکشاف ومومی. مونږ باور لرو چی په بېجينګ کی نوموړی نندارتون هرومرو د تبادلې دپاره د نړۍ د مختلفو هېوادونو د هنرمندانو ترمنځ يو نوی پل او د خپل منځی دوستۍ د نژدی کېدو دپاره يو نوی مزی وګرځی. د چين نقاشان او هنرمندان د بين المللی هنری اثارو د تبادلې دپاره لا ستر خدمتونه تر سره کولی شی.
په بېجينګ کی له نوموړی نندارتون څخه څرګنديږی چی نقاشۍ او مجسمې په پر له پسی توګه پرمختګ ومومی او نوی حياتی قوه به ولری. د نندارتون د پيل نه راهيسی، نوموړي نندارتون ته زيات نندارچيان راجلب شويدي او زيات شمېر نقاشان او د نقاشۍ مينه وال له نوموړی نندارتون نه د کتنې دپاره د چين له مختلفو ولايتونو او سيمو څخه راغلی دي. دوی دا نظر لری چی نوموړی نندارتون د دوی دپاره يو ښه فرصت برابر کړيدی چی د نړۍ د معاصرو هنرونو څخه خوند واخلی. د چين د ختيځې سيمې د چينګ داو له ښار څخه راغلی نقاش جيانګ شان وويل
( دوهم اواز)
زه يو نقاش يم، نو دغه نندارتون ډير خښوم. دا يو ډير ښه نندارتون دی او ما ته د دې فرصت برابر شو چی د چين او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د تبادلې څخه ګټه واخلم.
په دغه نندارتون کی برخه وال هنرمندان په دې ډير خوښېږی چی نندارچيانو ته خپل هنری اثار معرفی کړي، يو له بل سره تبادله او د نورو هنرمندانو له هنری اثارو څخه خوند واخلی. له اتن څخه راغلی نقاشې انا فلينی د خپلو نقاشيو په وړاندی يو شمېر کتابونه ايښی دی، څو چی نندارچيان د هغې د هنری اثارو په هکله معلومات تر لاسه کړي. نوموړي وويل
( څلورم اواز)
دا ډير مهم نندارتون دی ځکه د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه راغلی هنرمندانو پکی برخه اخيستی ده. زه ډير خوشحاله يم چی له نورو هنرمندانو سره تبادله او همکاری وکړم او د ګردې نړۍ د خلکو دپاره ځينی خدمتونه تر سره کړم. زه باور لرم چی زما هنری اثار به د خلکو په ژوند باندی مثبته اغېزه واچوی.
په بېجينګ کی د نوموړي نندارتون د جوړېدو په عين وخت کی ځينی ټولنيزو هنری سازمانونو په جلا جلا توګه څه نا څه پنځوس مربوط نندارتونونه هم جوړ کړی چی څه دپاسه څلور سوه تنه هنرمندانو پکی برخه اخيستی ده.
د بېجينګ ښاروال دا نظر لری چی په هرو دوو کلونو کی يو ځل په بېجينګ کی د هنری اثارو د بين المللی نندارتون جوړول به د بېجينګ لپاره يوه نوی کلتوری نښه وګرځی. د معلوماتو له مخی د دريمې دورې نوموړی نندارتون به په ٢٠٠٨ کال کی جوړ شی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، په هرو دوو کلونو کی د چين په مرکز بېجينګ کی د هنری اثارو د دوهمې دورې د بين المللی نندارتون په هکله څه معلومات. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!