د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په اومه نيټه د پاکتسان د ختيځې برخې د پنجاب ولايت د مندی بهاالدين په ښار کی چی د اسلام اباد څخه سل کيلو متره ليری دی، نا معلومو کسانو په يوه جومات کی په لمونځ کوونکو باندی د ټوپک ډزې وکړې چی په نتيجه کی لږ تر لږه اته تنه مړه او نولس تنه ټپيان شول. اوس هېچا يا هېڅ سازمان د نوموړي پېښې مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی. پولسيان د يوې تروريستی پېښې په توګه په تحقيقاتو بوخت دي او د نوموړي ولايت د امنيت د ساتلو دپاره يی زيات تدبيرونه نيولی دي.
|