<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-08 14:24:17    
سړکونه په عالی کی

cri

عالی سيمه د تبت په شمال لويديځ کی واقع ده .له عالی نه د تبت تر مرکز لاسا پوری ١٨٠٠ کيلومتره واټن لری .خو نن ورځ خلک دا واټن د په واسطه دری ورځی رسيدای شی .د زياترو تبتی خلکو دپاره عالی ته تګ راتګ ډير ګران کار دی .ځکه چی عالی ته د تګ لار ډيره پيچلی ده .

کله چی مونږ له لاسا څخه د موتر په واسطه لويديځی خوا ته د سلو ګونو کيلو مترو د تګ نه وروسته د هيمالايا غرونوپه پای کی د شکلنی دبرينی لار په اوږدو کی بيا د سمندر د سطحی نه له ٥٢٠٠ مترو په جګوالی د مايومولا له دری ته په تيريدو سره عالی سيمه زمونږ په وړاندی روامنځته شوی ده .په دی سيمه کی چی مساحت يی سل ګونو زرو مربع کيلو مترو ته رسيږی .دواړه په واوروپټ جګ جګ غرونه ولاړ دی .دوه مقدس جهيلونه چی ماپنګ يونک څو او راانګ څو نوميږی د خلکو نظر راجلبوی .

دا ده د عالی سيمه چی د تبت ګڼ شمير خلک ،په داخل کی چينی اوسيدونکی او خارجی سياحان راجلبوی په دی شاره او لوړه سيمه کی وحشی خره،اسان او لپسونه ډله په ډله اوسيږی .دغه راز په يوه ورځ او يوه ناحيه کی باد او طوقان ،واوره او باران،ږلی او کوم لمر يو بل پسی راځی .تر شين أسمان او سپينو ورځو لاندی هنديان او نيپاليان چی مقدس غرونو او جهيلونو ته د عبادت دپاره ځی ډله په ډله ليدل کيږی .لنډه دا چی داسی ټولی طبعی او انسانی منظری يوازی او يوازی د عالی په سميه کی پيدا کيږی .

د معلوماتو لهمخی له دی امله چی د عالی په سيمه کی د سمندر له سطحی نه منځنی لوړوالی له ٤٥٠٠ مترو نه او ښتی دی .نو په زياترو ځايونو کی سړک او لار نشته .د بهرنی نړۍ سره اړيکی بالکل د اسانو او غويانو په وسله تر سره کيږی او هر کال د

نوامبر نه د بل کال تر می مياشتی پوری چی واوره اوری عالی سيمه د بهيرنی نړۍ نه بيخی بند پاتی ده .

د ١٩٩٨ کال په دوبی کی بناغلی وانګ دوی چی تل په لاسا کی ژوند کوی د عالی سيمی د سړک په باب داسی وويل چی په هغه وخت کی د عالی سيمه کی فيرشوی سړکونه بيخی نه ليدل کيږی .وانګ دوی زياته کړه .د عالی په سميه کی سړکونه ټول دشګو او ډبرونه جوړ شوی دی او کنډوکپل ښکاری .له دی کبله چی هوايی وچه ده نو د موتر په تيريدو سره د سلو مترو په واږدوالی د شکو او مټو يوه اوږده څپه رامنځته کيږی چی د وړی د موتر له کړکۍ څخه هم داخليدای شی .

د ناوړه جفرافيايی او هوايی شرايطو په اثر په دی سيمه کی دسړک جوړول ډير ګران کار دی .خو مرکزی حکومت په دی وروستيو کلونو کی پری کړه وکړه چی د شجيان له لی چنګ څخه د تبت تر ژکا ځه پوری د ٢١٠٠ کيلو مترو په اوږدوالی د پاخه سړک د جوړدولو دپاره د ٨ ملياردو ٥ مليونو يوانو په ارزښت پانګه واچوی .سر بيره پر دی د مرکزی حکومت د فيصلی سره سم د عالی په سيمه کی به يوه هوايی ډګر جوړ شی .

د دولت د ځانګړی مرستی له برکته د عالی په سيمه کی د سړک اوږدوالی زرو کيلو مترو ته رسيږی چی دا د عالی په سيمه کی د ترانسپورت شرايطو د ښه کيدو دپاره مهم او لويه پروژه ګڼل کيږی .اټکل کيږی چی د دی سړک د بشپړيدو نه وروسته به د لاسا نه تر عالی پوری د موتر په واسطه يوازنی دوه ورځی لاره ده .نو په دی ډول دا سړک نه يوازی ستراتيژيکی اهميت لری ،بلکه يی د خلکو دپاره ترانسپورتی اسانتياوی هم برابری کړی وی .