<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-08 16:25:38    
د امريکې د خارجه وزير مرستيالې د طالبانو د قوت د بيا راژوندی کيدو په باب خبر رد کړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امريکې د خارجه وزير مرستيالې چيرستيانا روکا چه د جنوبی أسيا د چارو مسئوله ده ، د اکتوبر په اوومه نيټه وويل چه د افغانستان د امنيت په برخه کښی پرابلم لا هم  موجود دی ، خو هغې د طالبانو د قوت د بيا ژوندی کيدو په باب خبر رد کړ ٠

د خارجه وزير مرستيالې روکا په واشنګټن کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د زورزياتۍ هغه ډول ډول کړه وړه  چه په تيرو څو اونيو کښی په افغانستان کښی رامنځ شوی ، د امريکې په ګمان کښی دی٠ هغې وويل چه امريکه دا نظر نه لری چه د افغانستان د پارلمان د لومړی ځل انتخاباتو په موده کښی د نوموړو کړووړو  پيښيدل د طالبانو د قوت د بيا راژوندی کيدو نښه ده٠

د امريکې د خارجه وزير مرستيالې روکا وويل چه په افغانستان کښی د امريکې پوځ لا هم د افغانستان پوځيان او پوليسان روزی او افغانستان او پاکستان هڅوی چه د دغو دوو هيوادونو له سرحداتو څخه د غيرقانونی وسله والو کسانو د تيريدو د مخنيوۍ دپاره سره همکارۍ وکړی٠