<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-08 19:23:31    
په ورځني ژوند کې د روغتيا د ساتنې په هکله څه تجويزونه

cri

د روغتيا ساتنه تل د انسان له پاره د توجه وړ مسئله ګڼل کيږي ٠ په دي هکله اړوند کارپوهان وايي لومړي هغه وخت چه سهار له اتو بجو نه تر لسو بجو او مازيګر له څلورو بجو نه تر اوو بجو پوري دي ، د لمر تر وړانګو لاندې د کښيناستلو له پاره ډير مساعد دي ځکه په دي وخت کې ماورايبنفش وړانګي تيز نه دي او په پوستکو او جامو باندې د ميکروبونو د وژلو رول لوبوي ، نه د پوستکي د سرطان د پيدا کيدو سبب ګرزي ٠

دوهم سهار د پاڅيدو يا د سباناري نه وروسته غول کول مناسب وخت دي څو چه په کولمو کې د غول د پاتي کيدو وخت کم شي او د کولمو د سرطان مخه ونيول شي ٠

دريم د غاښونو ايستلو مناسب وخت مازيګر دي ، ولي چه سهار د اعصابو د درد حس حساس دي ٠

څلورم ، ښه به دا وي چه د ډوډۍ نه يو ساعت د مخه ميوي وخوري څو چه په کولمو کې و ميوو څخه مغذي ادې ښه راجلب شي ٠

پنځم د خوب نه مخکې ځان مينځل د وينو او لنف د غدو د ګردش او د ټول وجود د متابوليزم له پاره ګټور دي او په دوبي کې د خوب نه د مخه ځان مينځل د ستړتيا د ليري کولو دغه راز د خوب نه مخکې يوه پياله شيدي څښل د خوب د ښه والي له پاره فائده لري ٠

شپږم ، هر څوک چاي څښي ، مګر تاسي پوهيږي که نه چه کله چاي څښي ؟ د ډاکترانو په نظر د ډوډۍ نه يو ساعت وروسته چاي څکل ګټور دي ٠ ځکه په دي وخت کې د معدې په غدو باندې په چاي کې د تانيک اسيد تحريک کميداي شي ٠ اوم ، سهار د پاڅيدو نه وروسته يوه پياله اوبه څښل د معدې او کولمو د پاکولو او د هغه رطوبت پوره کولو له پاره رول لري چه د خوب په وخت کې د خولۍ توييدو او نتفس له امله ليري شوي دي ٠ دغه راز د ډؤډۍ نه يو ساعت د مخه لږ څه اوبه څښل د اشتها د ښه والي له پاره هم ګټه لري ٠

اتم ، دا چه د ډؤډۍ نه وروسته سمدستي سيل کول د غذا د هاضمې او جذب له پاره فائده نه لري ٠ نو ښه به دا وي چه د ډوډۍ نه نيم ساعت نه وورسته بهر ته قدم ووهي ٠

بله د توجه وړ مسئله د دواګانې د خوړلو په باب مسئله ده ٠ نن ورځ د اقتصإدي او کلتوري سويي د لوړوالي او د طبي مهلوماتو د تعميم سره سم په زياتو کورونو کې لازمي درملونه تياري دي ٠ مګر د انديښنې وړ خبره دا ده چه ځيني ناروغان نه د ډاکترانو د نصيحت سره سم په خپله خوښه دوا خوري ٠ د توجه وړ تجويزونه په دي ډول دي چه لومړي ناروغ بايد د خپلو ناروغۍ له مخې مناسبه دوا وخوري ٠ هغه نظر غلط دي چه هغه دوا چه بيه يي قيمته وي ، د معالجې تاثيرات به يي هم ښه وي ٠ امکان شته چه يوه ډوله دوا ستا د ناروغۍ د علاج له پاره ګټوره ده ، خو د بل له پاره مناسبه نه ده ٠ لنډه دا چه سه دوا دا ده چه د ناروغۍ د علاج له پاره ګټوره ده ٠ سره له دي چه داه دوا ډيره ارزانه ده ٠ دوهم هر ناروغ بايد د خپل وجود د مقاومت په قوت باندې پوره اطمينان لري ٠ په عمومي لحاظه د هر ناروغ له پاره لومړي ورزش بيا دوا خوړل دي ٠ البته پوبه د سختو ناروغانو نه ٠ زمونږ وجود ډريره لويه پټه قوه لري او د ورزش له لارې به دغه قوه ډيره پياوړي او قوي شي ٠ دريم مومږ بايد په مقوي دوا باندې د حد نه زيات کورکورانه اعتماد و نه کړو ، ځکه چه مقوي دوا د هر تن له پاره لازمه نه ده او د ورځي د درو ځلو خواړو ځاي نه شي نيولي ٠ پرته د ناروغانو او بيرانو نه ٠ لنډه دا چه د مقوي دوا څخه سؤ استفاده کول مضر دي ٠ څلورم ويلي شي چه هره دوا منفي تاثير لري ٠ شک نه شته چه د ناروغۍ د علاج له پاره دوا خوړل يوه ترقي ده ، خو د دوا څخه ناوړه استفاده کول انسان ته ضرر رسوي ٠ نو مونږ بايد د ډاکترانو د نصيحت له مخې دوا وخورو ٠