د سي ار اې راډيو دخبريال د خبر لمخې د پاکستان په شمال کي د اکتوبر په اتمه نيټه سهار سخته زلزله وشوه او د هند او افغانستان ځينې سيمې هم تر اغيزې لاندي راغلي دي . تر اوسه پوري په پاکستان ، هند او افغانستان کي له څلورو سوو نه زيات کسان په زلزله کي مړه شول . د خبر لمخې يوازي په پاکستان کي دوه سوه اته پنځوس تنه مړه او له زرو نه زيات کسان ټپيان شول . په هندي کشمير کي يو سلو اتيا تنه مړه او شپږ سوه تنه ټپيان شول او امکان شته چه د تلفاتو شمير به نور زيات شي . د بل خبر لمخې د هند صدراعظم سينګ په اتمه نيټه وويل چه د هند مرکزي حکومت به په هندي کشمير کي د زلزله ځپلو کسانو سره تر ممکنه حده پوري مرسته وکړي . د هند د صدراعظم مطبوعاتي مشاور بارو وويل چه د هند نظامي مقاماتو مصيبت ځپلو سيمو ته عسکر ورليږلي دي .