د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د اکتوبر په اتمه نيټه سهار د پاکستان په شمالی سيمه کښی سخته زلزله پيښه شوی او د هند او افغانستان پر ځينو سيمو باندی هم اغيزه شويده٠ اوس د زلزلې په اثر د دغو دريواړو هيوادونو څه دپاسه څلور سوه تنه خلک مړه شويدی٠ د يوه تازه خبر له مخی، په پاکستان کښی د چين څلور تنه کارګران د دی زلزلې په اثر ټپيان شويدی ٠
د پاکستان د مطبوعاتی زرائعو د خبر له مخی، اوس په پاکستان کښی دا خبر تائيد شوی چه د هغه هيواد د مړه شويو کسانو شمير دوه سوو اته پنځوسو تنو ته رسيدلی دی ٠ د پاکستان د جمهوررئيس نطاق وويل چه امکان شته چه د مړه شويو کسانو شمير به زرو تنو ته ورسيږی٠
د هندی کشمير د خبر له مخی، په دی سيمه کښی څه دپاسه يو سلو اتيا تنه خلک مړه او څه دپاسه شپږ سوه تنه ټپيان شويدی٠ په افغانستان کښی يو ماشوم هم د زلزلې په اثر مړ شويدی ٠