د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، خبريال د اکتوبر په ٩ نيټه د چين د سوداګرۍ له وزارت څخه خبر اخيستی دی چه د پاکستان له حکومت او خلکو ، په تيره بيا د زلزلی ځپلو سيمو له وګړو سره د چين د حکومت او خلکو د دوستانه احساساتو ، همدردی او پاملرنی د څرګندولو لپاره د چين حکومت پريکړه وکړه چه د پاکستان حکومت ته د نغدی پيسو او مالونو په شمول د ٦مليونو ٢ لکو امريکايی ډالرو په ارزښت اضطراری انسانی مرسته برابره کړی .
د خبر له مخی ، د نوموړو مادی مرستو لومړنی برخه د اکتوبر په ٩ نيټه غرمه پاکستان ته يووړل شوه .