<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-09 18:40:45    
د أشنای په ياد

cri

د اشنای اصلی نوم غلام علی و ، خو بيا به خلکو جناب عالی بالی .

دی اول د خان سړی و بيا د ځان سړی شو ، مګر خلکوته يی ځان ملی سړی ښووی . هر څه چه وسړی د کار سړی و او د ترقۍ تومنه يی په وجود کی زياته وه ځکه يی له ځانه د ځان په پيشرفت کی پر راز کار واخيستی او پخپل وجاهت يی د يوه اوبل حسن نظر جلب کی .

د ده لوی مهارت دا و چه له مختلفو عناصرو او متضادو مزاجونو سره يی سازش کولی شو يعنی له خان سره خان و او له جان سره جان ، له ملک او خوجه بين دواړو سره يی سر ښوراوی او بيا يی د سرکار کور ته لاره پيدا کړه او دسر سړو سره اشنا شو .

د بډايانو پېژندګلوی خو کيمياده او ډير ژر سړی له خاورو نه پورته کوی ځکه يی دی هم ورځ په ورځ د قارون ګنج ته ورنږدی کی .

دی بډای شو مګر بډای او بډای ته يی بد ويل .

دی په دی راز ښه پوه شوی و چه سرمايه پيدا کول او سرمايه دار ته بد ويل ډير عاقلانه کار دی .

سړی بايد دا کار د دې زمانې له ځينو پيرانو او بزرګانو نه زده کی چه په مليونو شته به لری او شتمنو ته به بد وايی .

دی ډير ژر په دی خبره پوهيدی چه راشه ! له سرمايه دارۍ سره سره د اولس په خوارۍ او غريبۍ ځان خپه خپه کوه او د قومی خدمت او ملی درد په چيغو او نارو ځان ليډرۍ ته جوړ که .

په دی کار کی هم سړی بريالی وختی او د دی لامله چه وريجی او غوښې يی په کاله کی ډيرې وی نو د ځوانانو ټلنه به اکثره د ده پر ځای کيده .

په ظاهره خو به دی پهکوم منور او فاضل سړی پسی په لاره تی ، مګر خلکو تهبه يی داسی ښووله چه دا راز خلک ده دمخه کړی دی اوهری خوا ته يی چه بيايی بيولای يی شی . دی يو جامع سړی و او له مختلفو طبقاتو سره يی تار درلودی .

د ورځې ملګری به يی بيل و او دشپې ياران به يی نور وو .

له وګړوسره يی همدردی او عشق و علاقه ډيره ښکاره وه مګر د بزم مچلسونه يی لهنورو سره وو .

د ورځې د قام خدمتګار و او دشپې د حسن غلام .

د ده په شخصی ژوند او اجتماعی نظرياتو کی ډير فرق ليدل کيدی .

دی د اجتماعی عدالت ډير طرفدار و مګر په کاله کی يی دخپلو ماينو ترمنځ د عدالت نوم هم نشو اوريدلای .

ده به کله کله د ظرافت په ډول ويل : جماعی عدالت څه کوی په اجتماعی عدالت پسی وګرزی .

سړی بايد اجتماعی وی او علاقه يی يوازی دکاله ميرمنی پوری منحصره نه وی . ده پخپل حيات کی د فيضه ډک مختلف ماموريتونه وکړه او بی له دينه چه رشوت واخی يا خيانت وکی د ډيرو شتو او جايدادونو شو .

ده به چه هر ماموريت کاوی غرض او مطلب به يی دکام خدمت و مګر سړی طالعمن سړی و او په هر کار کی به چه و په کاله به يی د پيسو لښتی راسم و او دنيا به ورپسی د سپی غوندې منډې وهلی .

دی ډير فعال او نه ستړی کيدونکی سړی و چه علاوه په رسمی او اصلی وظايفو يی په نورو پټو خبرو او پټو کارونو کی هم ډيره لويه برخه درلوده .

د ده مصروفيت ډير زيات و چه کله کله به يی د چا دملاقات دپاره وخت نه درلودی . يوه ورځ چا ويل ډيره ارزو لرم چه له ده سره وګورم او د قومی خدمتونو په باب ورسره وژغيږم ، خو دا يوه هفته ورپسی سر ګردانه ګرزم او نه يی شم ليدلای .

نن هم دی مازيګر د امريکې د سفارت له يوه غړی سره ګوری او بيګا ته له کوم روسی سره وعده وار دی ، د ده په خارق العاده صفاتو کی يو صفت دا و چه په ځينو لويو مقتدرو کسانو به يی په مچلسونو کی په ډير جريت انتقاد کاوی او د سر سړو ته به يی بد ويل مګر سره لهدی به هغوی ورته پخپلو خاصو مجالسو کی ځای ورکاوی او سړی به ورځ په ورځ نور هم معتبريدی .

سړی چه په حقه وی هيڅوک څه زيان او ضرر نشی وررسولای او خدای پری دښمن هم مهربانه کوی .

اشنای په خوارانو او غريبانوباندی ډير زهير و مګر خوار و غريب تهيی هيڅ نه ورکول چه تربيه يی خرابه نشی او په مفت خوارۍ عادت نشی .

داو د خرحوم اشنای صفات او مميزات چه د ده د شخصيت د معرفۍ په غرض بيان شوه خدای دی پر ورحميږی .