<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-09 18:54:00    
په بحرونو کی د رنګارنګ خطرناکو کبانو په باب د لچسپ معلومات

cri

بی پايان بحرونه ډير مرموز دی او تقريبأ دوه لکه ډوله عجيب و غريب بحری پيدا وارونه او موجودات په کی ژوند کوی٠ په دی بحری نړۍ کی چی قوی او ظالمانه کبان او ځناوران ضعيف او کوچنی حيوانات او ماهيان خوری ، هر ضعيف موجود د ژوند کولو دپاره بايد نورو ته د ماتی ورکولو طاقت ولری ٠ دلته څو مثالونه راوړو ٠

په بحری تل کی د کال په څلورو فصلونو کی د داودی ګل په شان ښکلی ګلان غوړيږی ، خو ډير وړوکی چينجی يا نور کوچنی ځناورين په دی ښکلی ګلونو کی مړيږی چی دغه ګل بحری شقايق دی او د بحری تل په شګو کی ژوند کوی٠

بحری شقايق يو ډول کاوتنان دی چی خوله يی د وجود په پاسنی برخه کی ده او ترشحی ارګان يی هم دی ، د خولی په شاوخوا کی د داودی ګل د پاڼو په شان حساس شاخکونه د خوراک نيولوالی دی ٠ يو بل کاوتنان چی شکل ئی د بادی کشتی په شان دی٠ خلک همومأ ورته بحری ستوری وايی ٠ که څوک په اوبو کی دغه د وريښمينی فيتی په شان خطرناک بحری جانور په لاس تيروی ، سمدلاسه بی هوښه شی ٠ دغه ډول بحری جانور چی په وجود کی نوی فيصده اوبه دی او شکل ئی د يوه حتر په شان دی ، د بحری شقايق په شان هم اوږد او کږليچ حساس شاخکونه لری ٠ دوی د شپی په تيارو کی په اوبو کی لامبو وهی او رنګارنګ ښکلی رڼا ځليږی په حساسو شاخکونو کی زهرجن جفت د دوی پټه وسله ده او زهر يی د عينکی مار د زهر په شان ډير خطرناک دی ، که دغه زهر د انسان وجود ته داخليږی، ژر به ئی زړه ته رسيږی او څو دقيقی نه وروسته د زړه د فلج په اثر مړيړی٠ يو ډول کب چی لکۍ لری او وجود يی

د يوی لويی پکی په شان دی ، د اتيا نه تر دوو سوو پوری ولټ بريښنا توليدولی شی٠ که برق دار مارماهی له خپل دښمن سره مخامخ شی، برقی خارج به سمدستی ځنی ليری کړی څو چی دغه کب ټپی يا مړ کړی او و به يی خوری ٠ په نړۍ کی تقريبأ پنځه سوه ډوله کبان بريښنا توليدولی شی٠ هغه برق دار مارماهی چی د جنوبی امريکائی قاری د امازونس سيند او د ګيويانا سيند په وروستی برخه کی ژوند کوی، دوه دری متره اوږدوالی لری او وزن يی د ديرشو نه تر څلويښتو کيلوګرامو پوری ډير دروند دی او پنځه سوه حتی اته سوه واټ بريښنا ځنی تش کولی شی ٠ د برق دارو کبانو د بريښنا توليدولو عمده رول د خوراک نيول ، د ځانه دفاع کول او رڼا اچول دی٠ عقرب ماهی د متروکی په شان د نازکی او اوږدی لکۍ په پای کی يو غټ ازغی لری چی د دی ماهی زهردار ارګان د سمی غدی، ازغی او مجراوو له خوا جوړيږی ٠ په چين کی د زهر جينو ازغو لرونکی کبان سلو ډولو ته رسيږی او وجود يی په شګو کی ښخ دی ٠ يوه بله زهر جنه عقرب ماهی د ګتونو په درزونو کی کراره کراره پټه ده چی څيره يی ډيره بدرنګه ده او په تور رنګو پوستکو باندی تومورونه ليدل کيږی٠ که څوک په بی پروايی ورباندی په سپو وخيژی ، زهر جنو ازغی به يی ژوبل او د مسموميت له امله به مړ شی٠