د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د اکتوبر په ٨ نيټه د پاکستان په شمال لويديځ کی سخته زلزله وشوه او د سرومالو سخت تاوانونه وليدل شول او لږ تر لږه څه دپاسه ديرش زره تنه مړه شول .
د کشمير د پاکستانی سيمی د انجنيرۍ او مخابراتو مشر طريق فاروق په نهمه نيټه اعلام وکړ چه ديرش زره پاکستانيان د زلزلی په اثر مړه شوی دی . د کشميردهندی سيمی يوه عالی حکومتی مامورپه قول د کشمير په هندی سيمه کی مړه شوی کسان له ٦٠٠ تنو څخه اوښتی دي او نور ٩٠٠تنه ټپيان شول. دغه راز په افغانستان کی دوه تنه هم مړه شول .
د بل خبر له مخی ، د نوموړی زلزلی له امله د غرنی خاورو د ښويدلو په ترڅ کی يو چينايی مړ او نور څلور تنه ټپيان شوی دی .
د زلزلی نه وروسته يو شمير نړيوالو موسسو او هيوادونو د زلزلی ځپلو سيمو ته د فوق العاده مرستو په ورکولو پيل وکړ . د ٤٩ تنو اړوندو افرادو په ګډون د چين يوه مرسته کوونکی ډله د امدادی مالونو په راوړلو سره د پاکستان مصيبت ځپلو سيمو ته وروليږل شو .