د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د اکتوبر په ٨ نيټه د پاکستان په شمال لويديځ کی سخته زلزله وشوه او د سر دروند تاوانونه ورسول او لږ تر لږه څه دپاسه شل زره تنه مړه شول .
د پاکستان داخله وزير افتاب شيرپاو په نهمه نيټه دا تصديق کړه چه څه دپاسه ١٩ زره پاکستانيان د زلزلی په اثر قربان اونور څلويښت زره تنه ټپيان شوی دی . د هند د رسمی مقاماتو په قول د کشمير په هندی سيمه کی مړه شوی کسان له ٦٠٠تنو څخه اوښتی دي . دغه راز په افغانستان کی دوه تنه هم مړه شول .
د بل خبر له مخی ، د نوموړی زلزلی له امله د غرنی خاورو د ښويدلو په ترڅ کی يو چينايی انجنير قربان او نور څلور تنه ټپيان شول .
د زلزلی نه وروسته يو شمير نړيوالو موسسو او هيوادونو د زلزلی ځپلو سيمو ته د فوق العاده مرستو په ورکولو پيل وکړ . د ٤٩ تنو اړوندو افرادو په ګډون د چين يوه مرسته کوونکی ډله د امدادی مالونو په راوړلو سره د پاکستان مصيبت ځپلو سيمو ته وروليږل شو .