<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-10 17:08:17    
د انرژی صنعت د چين د شيجيانګ په اقتصادی انکشاف کی مهم رول لوبولی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ،په نننی پروګرام کی به په اقتصاد کی د شينجيانګ د انرژی صنعت د مهم رول په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه چی د چين په شمال لويديځ کی واقع دی ،د نورو ولايتونو په مقايسه لوی مساحت لری او پکی نفت،طبعی ګاز او سکری غنی دی .د شل ګونو د انکشاف نه وروسته د انرژی صنعت اوس د شينجيانګ د اقتصادی ودی په بهير کی د ملا د تير حيثيت لری .اوس د شينجيانګ حکومت په چين کی د انرژی د مهمی اډی د ګرځيدو دپاره زيات تدبيرونه نيسی ترڅو د شينجيانګ اقتصاد په ښه توګه پرمخ ولاړ شی .

د منابعو د نوی احصائيی له مخی د شينجيانګ د نفتو د ذخيری اندازه له ٢٠ ملياردو ټنو نه اوښتی دی او د طبعی ګاز د ذخيری اندازه تقريبأ يوولسو زرو ملياردو مکعب متر ته رسيدله چی په جلا جلا توګه يی د چين د نفتود ذخيری او د طبعی ګاز د عمومی اندازه يو په دريمه برخه نيسی او په شينجيانګ کی د سکری د ذخيری اندازه د چين د سکری عمومی اندازه په سلو کی څلوويښت نيسی .

د تيری پيړۍ په پيل کی د نفتو د لومړی څای د استخراجولو نه تر اوسه پوری شينجيانګ د يو سلو کلونو د انرژی استخراجولولو تاريخ لری مګر په نژديو پنځوسو کلونو کی د انرژی په صنعت کی چټک انکشاف تر سره شوی دی .د شينجيانګ د ويغوری د خودمختاری سيمی رئيس سمايی تيليوادی د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل (اواز..........................) د نفتو او طبعی ګاز استخراجولو له امله په شينجيانګ کی اقتصاد چټک انکشاف تر سره شوی دی .اوس په شينجيانګ کی د ماليی عايدات په عمده توګه د نفتو ، طبعی ګاز او سکری له صنعت نه تر لاسه شوی دی .د انرژی د صنعت چټک انکشاف نه يوازی د انرژی او د نفتو او کيمياوی توليدواتو په برخوکی د شينجيانګ د اقتصادی انکشاف اړتيا پوره کړی ده بلکه د استخدام د حل ،د محلی ماشينونو او استخمادی صنعت د پرمخبيولو په برخوکی مهم رول لوبولی دی .

له دی نه علاوه د انرژی استخراجول هم د شينجيانګ د ښاری کيدو جريان پرمخبيايی او ځينی ښار په پر له پسې توګه رامنځته شوی دی .د شينجيانک د شمال برخی د کلامايی ښار د نفتو د استخراجولو له امله رامنځته شوی دی .د پنځوسو کلونو د انکشاف نه وروسته د کلامايی نفتی منابع د چين په شمال لويديځ کی لومړی لوی نفتی منابع ګرځيدلی دی .د پنځوسو کلونو نه راهيسی د کلامايی په نفتی منابع کی د دوه سوه شلو مليونو ټنو په اندازه اومه نفت توليد شوی دی . د کلامايی د ښاروالی مرستيال خبريال ته وويل (اواز......................) د نفتو صنعت د کلامايی ښار انکشاف پرمخبيايی .تير کال د کلامايی ښار کونی توليدی ارزښت ٢٩ مليونو ٦ سوو مليونو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی چی په دی جمله کی د نفتو صنعت توليدی ارزښت په سلو کی ٨٥ نيسی .

د معلوماتو له مخی د کلامايی د نفتی منابع د ذخيری اندازه ا ود اومه نفتو توليدی اندازه په مسلسلو ٢٥ کلونو کی زيات شوی دی .تير کال د کلامايی د اومه نفتو توليدی اندازه له ١٠ مليونو ټنو نه اوښتی دی .

د سږ کال په پيل کی د چين حکومت د شينجيانګ د نفتی صنعت د سويی د لوړتيا او د محلی اقتصاد د انکشاف دچټکتيا دپاره ٢٦ ملياردو ژن مين بی يونو پيسی اچولی دی او د کلامايی د ښار د دوځيشان په سيمه کی يی د چين لومړی لوی نفتی او کيمياوی پروژه جوړه کړی ده . د دوځيشان د نفتو د تصعيه کولو فابريکی د نفتو د تضيه کولو د فابريکی د ناپاکی مسئلی د حل دپاره زيات کوشش کوی . شرکت د چين د نفتو د عمومی شرکت په اړه د دوځيشان د فرعی شرکت د عمومی مدير د دفتر مسئول باي جی چن وويل چی (اواز................................) په فابريکی کی پيدا شوی ناپاکی اوبه د پاکيدو نه وروسته د زراعتی برخی د اوبو د ور کولو د معيارسره سمون خوری او په دوبی کی د توليدولو په بهير کی پيدا شوی ناپاکی اوبه په فابريکی کی استعماليږی او خارج ته نه بهيږی .

د خبر له مخی د شينجيانګ حکومت اوس د نفتو او طبعی ګاز د منابعو د استعماليدو دپاره کوشش کوی .د اټکل له مخی تر ٢٠١٠ کاله پوری د شينجيانګ د اومه نفتو توليدی اندازه به ٣٠ مليونو ټنو ته ورسيږی او د طبعی ګار توليدی اندازه به ١٨ ملياردو مکعب مترو ته ورسږی .تر هغه وخت پوری به شينجيانګ د چين د انرژی يوه عمده اډی وګرځی او د انرژی صنعت به په مداومه توګه اقتصادی او اجتمايی انکشاف پرمخبيايی .