د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو په لسمه نيټه په بيجينګ کی د پاکستان ، هند او افغانستان له لويو سفيرانو سره د کتنی په وخت کی وويل چه چين د زلزلی د مصيبت ځپلو دريواړو هيوادونو سره همدردی او پاملرنی څرګندوی او غواړی چه د خپل توان په اندازه دوی ته مرستې ورکړی .
وين جيا باو وويل چه چين او د پاکستان ، هند او افغانستان په ګډون دريواړه هيوادونه داسی دوست ګاوندی هيوادونه دي چه په منځ کی يی يوازی يو غر ولاړ دی . اوس دوی له مشکلاتو او مصيبتونو سره مخامخ دی او مونږ ورسره ډيره او ژوره همدردی لرو . وين جيا باو باور څرګند کړ چه د نوموړو دريواړو هيوادونو خلک به ضرور د خپلو حکومتونو تر لارښوونی لاندی د زلزلی پر مصيبتونو باندی غلبه وکړی .