د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو په لسمه نيټه په بيجينګ کی د پاکستان ، هند او افغانستان له لويو سفيرانو سره د کتنی په وخت کی وويل ، چين غواړی چه د خپل توان په اندازه د زلزلی د ځپلو نوموړو دريواړو هيوادونو د ژغورنی او بيا ابادۍ سره مرسته وکړی .
وين جيا باو باور څرګند کړ چه د نوموړو دريواړو هيوادونو خلک به ضرور د خپلو حکومتونو تر لارښوونی لاندی او د بين المللی ټولنی په مرسته د زلزلی پر مصيبتونو باندی غلبه ومومی او خپل کورونه به بيا اباد کړی .
د پاکستان لوی سفير سلمان بصير وويل چه د زلزلی نه وروسته چين له هغولومړنيو هيوادونو څخه شميرل کيږی چه زمونږ هيواد ته يی مرستی ورکړی او مرسته کوونکی ډله يی ورليږلی ده . له دی امله د پاکستان حکومت او خلک ډير خوښ دی . د هند او افغانستان لويو سفيرانوهم د چين د حکومت او خلکو د دوسۍ او نيکو احساساتو څخه خپله مننه څرګنده کړه .