د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په افغانستان کی امريکايی فوځ په لسمه نيټه دا تصديق کړه چه امريکايی فوځيان په نهمه نيټه د زابل په ولايت کی د وسله والو عناصرو له بريد سره مخامخ شول او په نتيجه کی يو عسکر مړ او بل يی ټپی شو .
امريکايی فوځ په يوه مطبوعاتی اعلاميه کی ويلی چه په هماغه وخت کی امريکايی فوځ او حکومتی اردو په ګډه سره په نوموړی ولايت کی په تصفيه کوونکو عملياتو لاس پوری کړ او په دی ترڅ کی وسله والو عناصرو د سپکو وسلو او لاسی بمونو په وسيله ورباندی بريدونه وکړل .