
د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی : په پاکستان کی د زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمير د اکتوبر په يوولسمه نيټه نور هم زيات شويدی ٠ په عين وخت کی بين المللی ټولنی په مداومه توګه له زلزلی ځپلو سيمو سره مرستی کړيدی ٠
د خبر له مخی د پاکستان په شمال کی د اوه اعشاريه شپږ په درجه زلزله وشوه او د محلی وخت د اکتوبر د لسمی نيټی تر ماښام پوری په پاکستان کی نژدی څلويښت زر تنه مړه شول ٠ په هندی کشمير کی د مړه شويو کسانو شميرنژدی يو زر تنو ته رسيدلی دی ٠
د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اکتوبر په لسمه نيټه وويل چه اوس د پاکستان حکومت تر وسی پوری د دغه بحران په وړاندی مقابله کوی او له بين المللی ټولنی څخه ئی غوښتنه وکړه چه له پاکستان سره مرسته وکړي په تيره بيا د زلزلی ځپلو ليری سيمو ته د مالونو د ليږدولو لپاره هيليکوپترونه برابر کړي ٠
د چپن په شمول زيات شمير هيوادونو پاکستان ته عاجلی امدادی ډلی وروليږلی او مالونه او نغدی پيسی ئی ورته برابری کړيدی ٠
د م م د انسانی چارو د هماهنګی دفتر ، د م م د ماشومانو صندوق ، د م م د انکشافی پروګرام اداری ، د م م د مهاجرينو د چارو د عالی کميشينری دفتر ، د نړۍ د غله جاتو اداری او نورو موسسو په جلا جلا توګه زلزلې ځپلو سيمو ته پيسی او مالونه ورکړل او مرسته کوونکی ډلی ئی وروليږلی يا ئی ژمنی کړيدی ٠
د اکتوبر په لسمه نيټه د امريکی او کاناډا په شمول زيات شمير هيوادونو هم پاکستان ته انسانی مرستی برابر کړی يا ئی ژمنی کړيدی ٠