<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-11 16:56:17    
لس کلن محصل جانګ شين يانګ

cri

د نولس سوه پنځه نويم کال په دوبي کي هلک جانګ شين يانګ د چين د لياو نينګ ولايت د پان شان په ولسوالي کي زيږيدلی دی . ماشوم ورو ورو لوی شوی ، پلار يي هم په دي پوه شوی چه زوی يي د نورو ماشومانو په نسبت ډير هوښيار دی . هغه په دوه نيم کلني عمر کي په دريو مياشتو کي د زرو نه زيات چيني کريکترونه زده او ولوستل . د نوموړي دا استعداد د کورني د غړو د پاملرنې وړ وګرزيد.

پلار يي خپل زوي د دوه زريم کال په مني کي مکتب ته واستاوه چه پهدي وختک ي زوي يي پنځه کلن و . له دي نه يوازي يوه مايشت وروسته هلک جانګ دوهم ټولګي ته پورته شو . خو د دوهم ټولګي درسونه يي په يوه مياشت او د دريم ټولګي درسونه يي په درو مياشتو کي پاي ته ورسول . همداراز د څلورو ټولګيو د پاي ته رسيدو نه وروسته په پنځم ټولګي کي يي هم په دوو مياشتو کي ټول درسونه ترسره کړل . نو د لومړي ښوونځي شپږ کلن اجباري تعليمات په دوو کالو کي دده لخوا تر سره شول او يو کال نه وروسته يي د اوم ټولګي درس پيل کړ . په دي توګه هوښيار هلک جانګ د اوم ، اتم او نهم ټولګي درسونه په بري توه ولوستل .

له دي نه وروسته د پوهې او استعداد خاوند جانګ مستقيمأ د دوولسم ټولګي ته داخل شو او په بري سره فارغ شو او بيا يي سږ کال په پوهنځي کي د کانکور په ازموينه کي د پنځو سوو پنځو ښو نمرو په ګټلو سره کامياب شو او د تيانجينګ د انجنيرۍ د پوهنځي د رياضياتو او فزيک په څانګه کي ومنل شو . په دي وخت کي جانګ يانګ يوازي يو لس کلن هلک دی او دده هم سنه هلکان اوس يوازي د لومړي ښوونځي په څلورم ټولګي کي درس لولي .

سره له دي چه جانګ يانګ د يوه پوهنځي کوچني محصل دی او د خلکو د توجه وړ ګرزيدلی دی ، خو عادت او طبيعت يي لا هم يو هلک دی. هغه د نانځکو سره ډيره مينه لري او د کارتون فلم ګوري . دده عالي ارزو دا ده چه په پوهنتون کي د پروفيسر په توګه محصلينو ته ورزده کړي . د خبريال سره د تيلفوني مرکې په ترڅ کي يي څو پوښتنو ته د ځواب ورکولو نه وروسته ناڅاپه په لوړ أواز وويل چه د لوبي ميدان ته ځم ، خداي په امان .

دا هوښيار لس کلن هلک په چين کي تر ټولو کوچني محصل دی . کله چه اړوندې ادارې د دوي دپاره ځانګړي ليليه برابره کړه . په دروازې باندي دا لوحه ځوړنده ده چه ورباندي ليکل شوي جانګ شين يانګ ستاسو د راتګ هرکلی کوي . دا د جانګ د هر کلي دپاره د نورو محصلينو لخوا په خاص ډول نصب شويده .

په پوهنځي کي د سندرو ، نڅا او شطرنج په شمول ډول ډول ګروپونه شته ، جانګ شين يانګ غواړي چه په څو ګروپونو کي ګډون وکړي ، خو پلار يي ور ته وويل چه بايد تر هر څه لومړي ښه زده کړه وکړي ، مور يي هم ور ته نصحت وکړ چه په ډيرو ګروپونو کي ګډون و نه کړي ځکه چه دا به په زده کړې باندي ناوړه اغيزه واچوي .

د راتلونکي په باره کي جانګ په ټينګ عزم سره وويل چه زه به په راتلونکو څلورو کالو کي ډير کوشش وکړم څو چه نور ښه موفقيتونه تر سره کړم .

په پوهنځي کي نورو محصلينو وويل چه دوي به د مشرو وروڼو په توګه د جانګ شين يانګ سره زياته پاملرنه او مرسته وکړي . د خبر لمخې په پوهنځي کي د داخليدو نه وروسته جانګ شين يانګ په رواني لحاظه له ستونزو سره مخامخ دی ، د خوښۍ وړ خبره دا ده چه په پوهنځي کي روان پيژندونکي ښوونکي شته او جانګ شين يانګ ته به لازمه لارښوونه ورکړي .