ښاغلی يريری بروندايج د امريکی د سپورت له فعالينوڅخه ؤ . هغه د سپک اتلتيک له ورزش سره مينه او علاقه درلوده او په ١٩١٢ کال کی د ستاکهولم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يی د سپک اتلتيک په پنځو لوبو کی د بشپړ مهارت پنځم لمبر وګاټه . دغه راز په ١٩١٤، ١٩١٦او ١٩١٨ کال کی دری ځله د امريکی د سپک اتلتيک د ورزش د بشپړ مهارت قهرمان شو او د امريکی د غير حرفوی سپورتی اتحاديی د رييس ، د امريکی د اولمپيک د سپورتی کميټې د رييس او د اتلتيک د غير حرفوی ورزش د نړيوالی اتحاديی د مرستيال دندی يی په غاړه واخيستلی . وروسته د اولمپيک د بين المللی کميټې د اجرايوی کميسيون د غړی ، د رييس د مرستيال او رييس په توګه انتخاب شو او په ١٩٧٢ کال کی د نوموړی کميټې افتخاری رييس وګرځيد . ښاغلی يريری بروندايج په ١٩٧٥ کال کی د المپيک طلايی مدال ترلاسه کړ او د همدی کال د می په اوومه نيټه د ناروغۍ په اثر په فدرالی المان کی وفات شو .
* د اولمپيک د بين المللی کميټې شپږم رييس
ښاغلی ميخايل موريس کيلانين د ايرلنډ ژورناليست او سپورتی فعالينو څخه دی . د دوهمی عمومی جګړی نه وروسته هغه د ادبی او هنری تخليق او فلمی رژيسور په کارونو مشغول ؤ او په دی بهير کی يی زيات ممتاز او غوره اثار لوستونکو او نندارچيانو ته وړاندی کړی دی . وروسته هغه په سپورتی
چارو کی ځان ورساوه او په ١٩٥٠کال کی د ايرلنډ د اولمپيک د کميټې د رييس دنده يی په غاړه واخيستله . په ١٩٥٢ کال کی د اولمپيک د بين المللی کميټې د غړی په حيث انتخاب شو او له ١٩٦٧ کال نه نيولی تر ١٩٦٨کاله پوری چه د نوموړی کميټې د د رييس د مرستيال په توګه انتخاب شو ، د کميټې د اجرايوی کميسيون غړی ؤ . له ١٩٧٢ کال نه تر ١٩٨٠کاله پوری يی د اولمپيک د بين المللی کميټې د رييس دنده په غاړه درلوده او له دی دندې نه وروسته د کميټی افتخاری رييس وګرځيد . ښاغلی ميخايل موريس کيلانين په نوموړی سازمان کی د چين د قانونی مقام د بيا ترلاسه کولو لپاره ډير ګټور کارونه ترسره کړل .
* د اولمپيک د بين المللی کميټې اووم رييس
ښاغلی جان انتونيو سامارانچ د ١٩٢٠ کال د جولای په ١٧ نيټه د هسپانيی په بارسيلونا کی وزيږيده او هغه د يخ په سر باندی د هاکی د لوبی ورزشکار ؤ . نوموړی د خپل ورزشی ژوند د پای ته رسولو نه وروسته يی د نوموړی لوبی د ملی ډلی د روزونکی دنده په غاړه واخيستله اود١٩٥١کال راوروسته يی د هسپانيی د نوموړی لوبی د اتحاديی رييس وټاکل شو . د ١٩٥٤ کال له پيل څخه د خپل هيواد د اولمپيک د کميټې د غړی په توګه انتخاب شو او له ١٩٦٧ کال نه نيولی تر ١٩٧٠کاله پوری يی د نوموړی کميټی درييس په توګه کار کاوه . ښاغلی سامارانچ په ١٩٦٦کال کی د اولمپيک د بين المللی کميټې د غړی او له ١٩٧٤ کال نه تر ١٩٧٨ کاله پوری د رييس د مرستيال په حيث انتخاب شو . د ١٩٨٠کال د جولای په ١٦ نيټه يی د رييس دنده په غاړه واخيستله ، په ١٩٨٩کال کی يو ځل بيا د اولمپيک د بين المللی کميټې د رييس په حيث انتخاب شوی
او د ١٩٩٣ کال د سپټمبر په مياشت کی هغه نوموړی ماموريت بيا ترلاسه کړ . د ١٩٩١ کال د دسمبر په مياشت کی د هسپانيی پاچا جان کارلوس ښاغلی سامارانچ ته د مارکيز لقب ورکړ او له دی لاری يی د ښاغلی سامارانچ هغه خدمتونه وستايل چه د سپورتی نړۍ او د نړۍ د بيلا بيلو مليتونو ترمنځ د دوستی د ټينګيدو لپاره يی سر ته رسولی دی .
ښاغلی سامارانچ دچين د خلکو ښه دوست دی . په ١٩٧٨ کال کی د هغه د هلوځلو له امله چين د اولمپيک په بين المللی کميټه کی خپل قانونی مقام بيرته ترلاسه کړ . هغه د اوو ځلو لپاره چين ته سفرونه کړی دی .