ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام پدی برخه کی به د چين د مشهوری سندر غاړې وو بی شيا او د دی له خوا د ويل شوی خارجی سندرو په باره کی معلومات تاسو ته وړاندی کړو .
د مينې په نامه سندره چی تاسو يی همدااوس يی اورئ د فرانسوی موزک کمپوزر فری له خوا کمپوز شوی ده ، سندره ، ملايمه ، لطيفه او د رومانتيزم نه ډکه ده او د مينی احساسات په ټوله سندره کی په سيميږی او ميرمن وو په خپل خواږه اواز کی دا سندره ويلی ده . ( اواز )
مېرمن وو د چين د منځنی برخی کی د هونان په ولايت کی په يوی هنر مندی کورنۍ کۍ زيږيدلی ده .پلار يی د يوی هنری ډلې مشر دی . د پلار او مور د روزنی له برکته نجلۍ وو له کوچنی توب نه ښی سندری ويلی شوای او د سندرو په سيالی کی يی برياليتوب موندلی دی .
په ١٩٩٠ عيسوی کال کی پيغلی وو د چين د موزيک د پوهنځی په اړه منځنی ښوونځی کی داخله شوه . دری کاله وروسته پر بری سره د چين د موزيک پو هنځی د فولکوی اواز په څانګه کی داخله شوه او په دريم ټولګی کی يی د ټول چين د سندره ويلو په سيالۍ کی لومړنی درجه جايزه يی وګټله . اوس مهربانی وکړئ د مېرمنی وو په اواز د زرينو وزرونو لرونکی ګرانی چوغکی په نامه يوه پولندی سندره واورئ .( اواز ) .
په سندره کی د پوښتنی او ځواب په شکل د زرينو وزرونو لرونکی چو غکی نه د جټې نجلۍ د خپل مين د حال احوال د پوښتنی حال تر سيميږی . سندره د پولند له فولکوی موزيک نه ډک ښکاريږی او مېرمنی وو په خوښۍ ، خوشحالې او روانه ژبه دا سندره ويلی ده .( اواز)