د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په يوولسمه نيټه د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت يوه مامور دا خبر تصديق کړ چی د اکتوبر په لسمه نيټه ځينو وسله والو کسانو د هيلمند په ولايت کی د پوليسو د موټرونو په يوه کاروان باندی حمله وکړه او له دې امله لږ تر لږه اتلس تنه پوليسان مړه شويدي. د نوموړي مامور په قول نوموړی کاروان د بغران خوله په سيمه کی له وسله والو طالبانو سره مخامخ شو او د نوموړي ولايت د امنيتی چارو مسؤل امان الله او نور اوه لس تنه پولسيان مړه او څلور تنه پوليسان ټپيان شويدي. علاوه پر دې، نور شپږ تنه پولسيان د نومړې حملې له امله ورک شويدي.
|