د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاق کونګ چيوان د اکتوبر په يوولسمه نيټه په بيجينګ کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه د چين بين المللی امدادی ټيم چه د چين د حکومت لخوا د پاکستان زلزله ځپلو سيمو ته ليږل شوی، د اکتوبر په لسمه نيټه د ژغورنی او مرستې د رسولو په کارونو پيل کړيدی او په مداومه توګه به له پاکستان سره په فعالې همکارۍ سره د مرستې چاری پرمخبوزی ٠
نطاق کونګ چيوان وويل چه د چين بين المللی امدادی ټيم په محلی ځای کښی موثره کارونه کړی چه له کنډوالې څخه يی دری تنه ژوندی خلک پيدا کړی او يو تن يی ژغورلی دی او څه دپاسه لس تنه ټپيان يی علاج کړيدی ٠
د يوه بل خبر له مخی، د بريښنا د توليدولو د ماشينونو، خيمو، خوراکونو او دواګانو په شمول د چين د حکومت دريمه ډله امدادی مواد د اکتوبر په يوولسمه نيټه له چين څخه پاکستان ته د انتقاليدو په حال کښی دی چه عمومی ارزښت يی له څليرويشتو مليونو ژن مين بی يوانو څخه زيات دی٠