<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-12 16:15:15    
بهرنيان د بيجينګ دکوڅو سره مينه لري

cri

هغه بهرنيان چه يا د سيل له پاره بيجينګ ته راځي او يا په بيجينګ کې ژوند کوي ، ټول د بيجينګ له کوڅو سره ډيره علاقه او مينه لري ٠ دغه راز ډير هغه بهرنيان چه په بيجينګ کې ژوند کوي ، ټول غواړي چه د اوسيدو له پاره د بيجينګ په کوڅو کې کور په کرايه اخلي ٠ لږه موده د مخه زمونږ خبريال د بيجينک د جول په نامه کوڅې ته تللي ؤ او هلته يي له څو بهرنيانو سره مرکه وکړه ٠

د بيجينګ د کوڅو د پيژندلو تر څنګ بايد لومړي د بينجينګ د اوسيدونکو د عنعنوي استوګنځيو په باب معلومات تر لاسه شي ٠ د بيجينګ د اوسيدونکو عنعنوي استوګنځې داسي استوګنځي دي چه کورونه يي د ديوالونو له خوا احاطي شوي او په منځ کې يي يو انګړ شته ٠ دغه ډول استوګنځي قطار په قطار تړل شوي او کوچيني کوڅې په دي اساس رامنځته شوي دي ٠ په بيجينګ کې دغسي کوڅې څه د پاسه اته سوه کلن تاريخ لري او د کوڅو په منځ کې د نوموړو استوګنځيو څخه د بيجينګ رسمو رواج او عنعنوي کلتور يو ځايښت ښه څرګنديږي ٠ د بيجينګ د جول په نامه کوڅه د بيجينګ په ختيځه خوا کې واقع ده او اوږدوالي يي څه د پاسه څلور سوه متره دي او تاريخ يي پنځه سوه کالو ته رسيږي ٠ له دي امله چه په لرغوني زمانه کې ډير لوړ رتبه مامورين او اشراف په دي ځاي کې اوسيدل ، نو ډير لرغوني استوګنځي په دي ځاي کې ښه ساتل شوي دي ٠ په دي وجه دغه کوځې د ډيرو بهرنيانو توجه او علاقه ځان ته راجلبه کړې ده ٠ د کوڅې په خوله کې خبريال د ښاغلي بيرنا سره مخامخ شوي دي ٠ ښاغلي بيرنا تازه له المان څخه بيجينګ راغلي او په دي کوڅه کې د کرايي کور د تر لاسه کولو په کار بوخت دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه زما په نظر دلته ډير ښه ځاي دي ، واداني يي ډيرې لرغوني ښکاري ، د اوسيدونکو د ژوندانه شرائط يي هم ډير ښه دي ٠ د استوګنځي په انګړ کې چمن او ګلان شته او زاړه واړه پکې تفريح او لوبي کوي چه دغه منظره په المان کې ډيره لږ ليدل کيږي ٠ اوس د جول په کوڅه کې دوه سوه کورونه شته چه په دي جمله کې څلويښت کورونه د بهرنيانو دي ٠ نوموړي بهرنيان په عمده توګه له امريکې ، انګلستان ، فرانسي ، المان ، اسرائيلو او نورو هيوادونو څخه راغلي دي ٠

ښاغلي باروح کوهان اسرائيلي خبريال دي ، لږه موده د مخه بيجينګ ته راغلي او د يو دوست د معرفې له لارې په دي کوڅه کې اوسيږي ، هغه خبريال ته وويل چه دلته اوسيدونکي ډير دوست او مهربان خلک دي او تل يي خندا په مخونو کې ښکاري ٠ دوي تل په دوستانه رويه له ما سره خبرې کوي ، نو زه ډير خوښ يم او له اوسني موقتي کور سره ډيره مينه لرم ٠ په دي کوڅه کې اوسيدونکو بهرنيانو د محلي ځاي د اوسيدونکو سره ډير ښه روابط ساتلي دي٠ په فارغ وخت کې دوي تل له محلي اوسيدونکو سره خبرې کوي او يو د بل د حال احوال پوښتنه کوي ٠ ميرمن ځن فونګ ينګ چه په دي کوڅه کې د ميوو سوداګري کوي ، خبريال ته وويل چه ددي ځاي ټول بهرنيان مهربان خلک دي ، هر کله چه له ما سره مخامخ کيږي ، تل په چيني ژبه ما ته سلام اچوي ، که وخت لري ، له ما سره څه خبرې هم کوي ٠

د جول په کوڅه کې ځيني شخصي هوټلونه هم شته ٠ نوموړو هوټلونو ته هره ورځ ډير بهرنيان راځي ٠ ښاغلي کريستوفر خبريال ته وويل چه د دي کوڅې په هوټلونو کې خدمتونه ډير ښه دي او له بيلا بيلو هيوادونو نه د راغلو ميلمنو ترمنځ ښه دوستۍ ټنيګه ده او لکه د يوه کورني د غړو په شان ٠ دلته نه يوازي خدمتونه ښه دي بلکه د اوسيدو بيه يي هم ارزانه ده ٠ اوس په بيجينګ کې د جول په شان څه د پاسه يو زر دغسي کوڅه شته او د بيجينګ يو ه خاصه منظره ګرزيدلي ده ٠ ډيرو بهرنيانو وويل چه د بيجينګ کوڅې د بيجيتګ د عنعنوي کلتور يوه برخه ده او د بيجينګ د عنعنوي کلتور د معلوماتو په هکله د بهرنيانو له پاره يوه کړکۍ ګڼل کيږي ٠