<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-12 17:22:47    
کيهان ته د چينايانو سفر

cri

دوه کاله دمخه د اکتوبر په پنځلسمه نيټه د چين د شن جو پنځم لمبر کيهاني بيړۍ چه د چان جنګ دوهم لمبر په نامه د نقليه راکټ لخوا فضا ته وتوغوله شوه ، لومړني انسان وړونکي سفر وکړ او يو ويشت ساعته وروسته د چين لومړني کيهان نورد يان لي وي په امن بيرته زمکې ته راکښته شو چه پدي توګه چين په نړۍ کي دريم هيواد دی چه کيهان ته د انسان وړونکي الوتنې تخنيک يي په خپله کړ او چينايانو د زريزي هغه هدف تر سره کړ چه ليري فضا ته سفر وکړي . د روان کال د اکتوبر د مياشت په دوولسمه نيټه سهار په نهو بجو چين د شن جو شپږ لمبر کيهاني بيړۍ وتوغوله چه دوه پيلوټان پکي سپاره دي او په کيهان کي به پنځه ورځې سفر وکړي .

که کيهان ته د انسان د سفر هدف ترسره شي ، ښه نقليه وسيله د کلي اهميت لري . د چين د چان جنګ دوهم لمبر راکټ چه کيهاني بيړۍ يي وتوغولې ، ډير غوره وسيله ده ځکه چه د توغولو د برياليتوب ميزان نژدي په سلو کي سل دی . که څه هم د انسان وړونکي کيهاني بيړۍ د توغولو بهير يوازي لس دقيقې دي ، خو په دي بهير کي که کوم نواقص رامنځته شي ، نو کيهاني بيړۍ به فضا ته پورته نشي . د چين لخوا جوړ شوي نقليه راکټ اته پنځوس اعشاريه څلور درې ميتره اوږدوالی لري او د اتو ټنو په وزن کيهاني بيړۍ هغه مدار ته ليږدولی شي چه له زمکې نه نژدي فاصله يي دوه سوه کيلومتره او ليري فاصله يي درې سوه پنځوس کيلومتره ده ، مګر ډيره مهمه خبره دا ده چه د چين د راکټ اعتماد په سلو کي اوه نوي دی . ځکه چه د چين د لومړني کيهاني بيړۍ د بريالي توغونې نه وروسته شپاړس مصنوعی سپوږمۍ د همدي راکټ په مرسته په کامياب

ډول فضا ته توغولې شوېﻻي چه له دي نه څرګنديږي چه د چين لخوا جوړ شوي نقليه راکټ بيخي بشپړ دی .

د معلوماتو لمخې د شن جو پنځمې بيړۍ په نسبت شپږمه کيهاني بيړۍ داسي بيړۍ وي چه د مداري کابين ، بيرته ستنيدونکي کابين او خدماتي کابين په شمول درې کابينونه لري او دوه پيلوټان پکي ځاييږي ، کله چه بيړۍ ټاکلي مدار ته داخله شي ، يو پيلوټ به په بيرته ستنيدونکي کابين کي د بيړۍ الوتنه وچلوي او بل پيلوټ به مداري کابين ته داخل شي څو چه علمي ازموينې تر سره کړي . دغه راز د شپړمی کيهاني بيړۍ د سفر وخت به پنځې ورځې دوام وکړي او د الوتنې مرحلې به يي هم تبديله شي .

د نوموړي بيړۍ د کابين لوړوالی اته اعشاريه اتو مترو ته رسيږي او وزن يي اوه اعشاريه اته ټنه دي . د چين لومړني کيهاني پيلوټ يان لي وي په تير کيهاني سفر کي يوازي په کابين کي په خاصې چوکۍ باندي ناست و او ساده چلونه او فعاليتونه يي تر سره کړل او د کړکۍ څخه يي کيهاني منظرې وکتلې . خو د شن جو شپږم لمبر کيهاني بيړۍ پيلوټان به په کابينونو کي فعاليتونه وکړي .

په امن سره بيرته زمکې ته کښته کيدل د کيهاني سفر وروستي مرحله ده او په دي مرحله کي بايد درې ستونزې ليري شي چه د هوا لومړي طبقې ته د بيړۍ د داخليدو په وخت کي ستره ضربه رامنځته کيږي ، نو پيلوټ بايد ددې ضربې محدوديت په صبر سره کنترول کړي . دوهم د کيهاني بيړۍ د ستنيدو په وخت کي د هوا له طبقې سره د بيړۍ د اصطکاک په اثر دوه زره پنځه سوه درجه تودوخه رامنځته کيږي ، نو بايد د لوړې تودوخې د مخنيوي تدبير ونيول شي ، دريم که څه هم زمکې ته د

کيهاني بيړۍ د کښته کيدو په وخت کي د سرعت د ټيټوالي دپاره پاراشوت استعماليږي ، خو د کښته کيدو سرعت يي لا هم ډير چټک دي ، که چيري ددې سرعت ټيټوالي ټاکلي مرحلې ته و نه رسيږي ، نو بيرته ستينيدونکي کابين به ريزمريز شي . خو زمکې ته د پنځم لمبر کيهاني بيړۍ د بريالي کښته کيدو څخه ثابته شويده چه دغه درې تخنيکي مشکلات له منځه وړل شويدي .

فضا ته د انسان وړونکي سفر لومړي دنده تر سره شويده او وروسته به د شن جو اووم لمبر کيهاني بيړۍ په توغولو سره به کيهان نورد په فضا کي پلي شي او د کيهاني بيړۍ او د فضايي ستيشن ترمنځ د تړلو أزموينه ترسره شي او وروستي هدف به يي د دايمي فضايي ايستګاه جوړول وي .