د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين حکومت د يو مليون امريکايی ډالرو په ارزښت بلاعوضه مرسته پاکستان ته برابره کړه او د سپارلو مراسم يی په ١٣ مه نيټه په پاکستان کی پرځای شول .
په همدی ورځ په پاکستان کی د چين لوی سفير جانګ څيون شيانګ د چين د حکومت په استازيتوب د يو مليون امريکايی ډالرو په ارزښت چک د پاکستان د کابينی سکرتر يجاز رهيم ته وسپاره . سربيره پردی يی د چين د سره صليب د ټولنی په نمايندګۍ د پاکستان د سرې مياشتی ټولنی ته د يو لک ډالرو په ارزښت نغدی پيسی هم ورکړی دي .