<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-14 18:33:48    
په بېجينګ کی رنګا رنګ خارجی خوراکونه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! بېجينګ د چين د مرکز په حيث، نه يوازی د چين سياسی مرکز دی، بلکه پکی رنګا رنګ خارجی خوراکونه موندل کېږی. د بېجينګ په ګوټ ګوټ کی زيات شمېر خارجی رستورانونه لېدل کېږی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په دې هکله څه معلومات وړاندی کړی.

څو ورځې دمخه، په ٢٠٠٨ کال کی د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د تياری نيولو دپاره د خارجی خوراکونو دريم بين المللی کلتوری فيستوال په بېجينګ کی جوړ شو او پکی په بېجينګ کی څه نا څه دوه سوه خارجی رستورانونه او د مکسيکو، فرانسې، ټايلند په شمول له څو هېوادونو او سيمو څخه په لس ګونو تجارتی سازمانونو برخه واخيستله. اوس په بېجينګ کی د روسيې، فرانسې، کوريا، جاپان او افريقې په شمول څه دپاسه يو زرو دری سوه خارجی رستورانونه موندل کېږی.

د کيف په نامه رستوران کی هره شپه له اوکراين څخه راغلی مشهور هنرمندان سندره وايی او نڅا کوی.

(لومړی اواز)

همدا اوس مو په نوموړی رستوران کی يوه لنډه موسيقی واورېده. يو شمېر پنځوس کلنی ښځې له هنرمندانو سره يو ځای سندری وايی او عکسونه اخلی. خبريال له دوی سره د مرکې په بهير کی داسی معلومات تر لاسه کړل چی نوموړو ښځو چی

همصنفيانی وي، په منځنيو ښونځيو کی يی روسيی ژبه زده کړيده، نو دوی د زده کړی د وخت د يادونې دپاره نوموړي رستوران ته راغلی او له هنرمندانو سره يو ځای خپلې خوښې کړی سندرې وايی. مېرمن شو ای چين اوس په امريکا کی کار کوی. هغې خبريال ته داسی وويل

( دوهم اواز)

په هغه وخت کی چی مونږ او زده کوونکی وو، داسی سندرې مو هميشه اوريدلی او ويلی. نو په منځنيو ښوونځيو کی د ژوند د يادونې دپاره مو د کيف رستوران غوره کړيدی.

د ماکسيم په نامه رستوران په بېجينګ کی ډير مشهور دی او د يوه کلاسيک خارجی رستوران په توګه بلل کېږی. دغه رستوران په نړۍ کی يو مشهور او عالی رستوران هم دی چی څه دپاسه سل کلن تاريخ لری او خاوند يی د جامو نړيوال نامتو ډيزايز پيير کاردين دی. په بېجينګ کی د ماکسيم رستوران په ١٩٨٣ کال کی جوړ شو او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسيو د غوره کولو نه وروسته په چين کی لومړی خارجی رستوران دی. په نوموړی رستوران کی هر څوک رنګا رنګ او په زړه پوری مجسمې او نقاشۍ ليدلی شی چی ورڅخه د فرانسې عنعنوی کلتور څرګنديږی. که چيری تاسی په نوموړی رستوران کی ډوډۍ وخوری، نو په نولسمې پېړۍ کی به د فرانسې د شاهی ماڼۍ په شان خوند تر لاسه کړی. د نوموړي رستوران مينيجر ښاغلی هه ګوانګ ين خبريال ته داسی معلومات ورکړل

( دريم اواز)

زمونږ هدف دا دی چی د فرانسې غوره او سپيڅلی خوراکونه مشتريانو ته وړاندی کړو. هر رستوران خپلی ځانګړتياوی لری او زمونږ په رستوران کی د فرانسې عنعنات ساتل کېږی.

د معلوماتو له مخی، د نوموړي رستوران د پرانيستلو په پيل کی په سلو کی اويا مشتريان يی خارجيان ؤ او اوس يی اکثريت مشتريان چينايان دي.

په نژديو څلو کلونو کی د جاپان او کوريا خوراکونه په بيجينګ کی ډير مروج شوی دي. په بېجينګ کی څه دپاسه دوه سوه رستورانونه شته چه جاپانی غزا برابروی. علاوه پر دې، په بېجينګ کی د هسپانيې، مکسيکو، هند، ټايلند او ايتاليې خوندور خوراکونه په جلا جلا توګه خپلی ځانګړتياوې لري. په بېجينګ کی د خارجی غزا د ټولنې رئيس ښاغلی چين لی چيون له خبريال سره د مرکې په بهير کی وويل چی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو په ترڅ کی خارجی لوبغاړو او کارکوونکو ته د خوندورو خوراکونو د وړاندی کولو دپاره، نوموړی ټولنې په چين کی مختلفو لويو سفارتونو ته پيغامونه ورلېږلی دي او هيله يی څرګنده کړيده چی په بجېينګ کی مختلفه هېوادونه ريستورانونه جوړ او په دې برخه کی پانګی واچوی، څو چی په بېجينګ کی د خارجی خوراکونو د ډولونو شمېر زيات شی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، په بېجينګ کی رنګا رنګ خارجی خوراکونه موندل کېږی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!