<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-15 18:29:47    
چانګ پی دو جی په تبت کی د بزګرو او مالدرانو د عايداتو د زياتوالی دپاره يو ټيم جوړ کړ

cri

په اسيا کی يو مشهور جهيل شته چی د بان ګونګ جهيل نوميږی او اوږدوالی يی ١٥٠ کيلو مترو ته رسيږی او د چين د تبت د خودمختاری سيمی د ژی تو په ولسوالی او هندی کشمير کی واقع دی .د ژی تو ولسوالی نه يوازی د نوموړی جهيل د موجوديت له امله مشهور ده بلکه د هغه ټيم له امله چی د عايداتو د زياتوالی دپاره جوړ شوی هم مشهوره شوی ده .نن به مونږ د نوموړی ټيم په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

د ژی تو ولسوالی د تبت د خودمختاری سيمی په شمال لويديځ کی واقع ده . په دی نژديو کلونو کی ،له دی امله چی په نوموړی ولسوالی کی نفوس زيات شوی دی او حکومت د څړځايونو د ساتنی دپاره زيات تدبيرونه نيولی دی نو د ژی تو د ولسوالی په زراعتی او مالداری سيمی کی ګڼ شمير اضافه قوت رامنځته شوی دی .چانګ پی دو جی د ولسوالی د يو عمده مامور په توګه له نوموړی حالت څخه انديښنه څرګنده کړه .هغه وويل چی زمونږ په ولسوالی کی غريب کسان زيات دی .ايا ټول غريب کسان متشکل شی او د دوی عايدات زيات شی که نه چی دا زمونږ د ولسوالی په وړاندی عمده دنده ده.ځکه چی يوازی د دولت په تکا او مرستی نوموړی مسئله نه شی حل کولی .نو په دی وجه مونږ وغوښتل چی دوی متشکل کړو او په بهرنيو سيمو کی يی کار وګمارو .

د ژی تو د ولسوالی عمدو مسئولينو له نوموړی پيشنهاد څخه ملاتړ وکړ .د دی حالت په مقابل کی چی په نژديو کلونو کی د سړکونو د جوړيدو په بهير کی زيات بشری قوت ته اړتيا شته نو په دی توګه چانګ پی دو جی څو علاقه داريو ته ولاړ ترڅو د نوموړو علاقه داريو بزګران او مالداران د پلونو او سړکونو د جوړولو او د اوبو لګولو په پروژو کی د ګډون دپاره نورو سيمو ته وليږل شی .د ژی تو د ولسوالی حکومت هر کال د نوموړو بزګرانو او مالدارانو دپاره د روزنی کورسونه جوړوی او د تخنيکی مهارت د تر لاسه کولو او د ښو عادتونو د روزلو دپاره دوی ته درس ور کوی .

د چانګ پی دو جی په مرستی د ژی تو د ولسوالی نه راغلو هر غريب بزګر او مالدار په څو مياشتو کی له ٧ زرو يونو نه زياتی پيسی او ښه افکار تر لاسه کړی دی . نو په دی وجه د ٢٠٠١ کال له پيل نه چانګ پی دو جی د بزګرو او مالدارانو د عايداتو د زياتوالی دپاره د يوه ټيم مشر وګرځيد او له دی امله لازياتو بزګرو او مالدرانو غوښتنه وکړه چی په نوموړی ټيم کی ګډون وکړی .

په ٢٠٠٤ کال کی د ژی تو د ولسوالی حکومت د بزګرو او مالدرانو د کار د پيدا کولو دپاره يو شرکت جوړ کړ او چانګ پی دو جی د نوموړی ولسوالی د حکومت په نماينده ګی دغه شرکت اداره کوی . له يوی خوا د پلان سره سم دوه سوه بزګران او مالدارن پکی روزل شوی دی له بلی خوا نوی پروژی پيداشوی دی .يوازی په تير کال کی محلی بزګرانو او مالدارانو له نوموړی شرکت نه د ٧ سوو زرو ژن مين بی پيسی اخيستی دی .

چانګ پی دو جی د نوموړی شرکت دپاره زياته هڅه کړه ده مګر له نوموړی شرکت نه يی هيڅ ګټه نه ده اخيستی .د دولتی کارکوونکی په توګه ٤٦ کلن تبتی سړی زمونږ خبريال ته وويل : زه هغه کارونه کوی کوم چی خلک ورڅخه ګټه اخلی .زه بايد د خپل حکومت له کارونو څخه ملاتړ وکړ او د بيوزليتوب د له منځه وړلو او د شتمنی د تر لاسه کولو دپاره له بزګرانو او مالدارانو سره مرسه وکړم . د دوی نيکمرغه او هوساينه د ټولو نيکمرغی او هوساينه ده .