د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د مرکزی نظامی کميټی مرستيال ، دولتی کميشنر او دملی دفاع وزير څاو ګانګ څوان په ١٤ نيټه په بيجينګ کی د افغانستان د ملی دفاع له معين سره محمد همايون فوځی او ورسره ملګرو سره وکتل .
څاو ګانګ څوان وويل ، د چين او افغانستان د سياسی روابطو د ټينګيدو د پنځوسو کالو راهيسی د دواړو خواؤ د ګډو هلوځلو له امله د دواړو هيوادونو روابط د نړيوالو اوضاعو او د خپلو هيوادونو د حالاتو د بدلون له ازموينی څخه بريالی وتلی او په پر له پسی توګه يی انکشاف موندلی دی . اوس دغه ډول روابط نوی انکشافی دورې ته داخل شوی دی .
ښاغلی قوځی وويل ، چين تل د افغانستان خپلواکی ، حاکميت او د خاوری بشپړتيا ته د احترام په سترګه ګوری او د افغانستان ريښتيانی دوست دی .