<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-15 19:00:11    
د دوا د خوړلو د سمې طريقې په باب معلومات

cri

ناروغان په تيره بيا سپين ږيري او سپين سري ناروغان چه په څو ناروغيو اخته شوي ، عمومأ څو ډول درملونه په يو ځل خوري او يا يي بي د اوبو نه له ستوني تيروي ٠ د ډاکترانو په نظر دا د دوا د خوړلو سمه طريقه نه ده ٠ ناروغان بايد د دوا د خوړلو په باب ابتدايي معلومات تر لاسه کړي ، مثلأ ځيني دواګانې بايد د ډؤډۍ د خوړلو نه مخکې باي وروسته يا د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې وخوړل شي ، ځيني يي په داسي حال کې چه معد ه يي خالي وي ، وخوړل شي او ځيني نور يي بايد د ژوولو نه وروسته ونغرل شي ٠ د مثال په توګه هغه دوا چه د ډاکر په سفارش بايد د ډوډۍ نه د مخه وخوړل شي ، ښه طريقه دا ده چه بايد د ډوډۍ نه نيم يا يو ساعت نه د مخه وخوړل شي ، ځکه چه په دي وخت کې د ناروغانو په معده کې هيڅ شي نه وي او دوا په معده کې ښه جذبيږي ٠ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې دوا خوړل دا معني لري چه د لږ څه ډوډۍ خوړلو نه وروسته بايد دوا وخوړل شي ،ځکه چه په دي وخت کې د معدي غشا ته د دوا تحريک کيږي ٠ د ډوډۍ خوړلو نه وروسته دوا خوړل دا مفهوم لري چه د ډؤډۍ خوړلو نه پنځلس يا ديرش دقيقي وروسته دوا وخوړل شي ، لنډه دا چه که په سمه طريقه دوا وخوړل شي ، نو ډيره موثره ثابتيږي او د ناروغۍ علاج ور باندې کيږي ، خو بي جوړه او بي طريقې خوراک يي شائيد نورې ستونزې هم پيدا کړي ٠

بله د توجه وړ مسئله د دواګانې د خوړلو په باب مسئله ده ٠ نن ورځ د اقتصإدي او کلتوري سويي د لوړوالي او د طبي مهلوماتو د تعميم سره سم په زياتو کورونو کې لازمي درملونه تياري دي ٠ مګر د انديښنې وړ خبره دا ده چه ځيني ناروغان نه د ډاکترانو د نصيحت سره سم په خپله خوښه دوا خوري ٠ د توجه وړ تجويزونه په دي ډول دي چه لومړي ناروغ بايد د خپلو ناروغۍ له مخې مناسبه دوا وخوري ٠ هغه نظر غلط دي چه هغه دوا چه بيه يي قيمته وي ، د معالجې تاثيرات به يي هم ښه وي ٠ امکان شته چه يوه ډوله دوا ستا د ناروغۍ د علاج له پاره ګټوره ده ، خو د بل له پاره مناسبه نه ده ٠ لنډه دا چه سه دوا دا ده چه د ناروغۍ د علاج له پاره ګټوره ده ٠ سره له دي چه داه دوا ډيره ارزانه ده ٠ دوهم هر ناروغ بايد د خپل وجود د مقاومت په قوت باندې پوره اطمينان لري ٠ په عمومي لحاظه د هر ناروغ له پاره لومړي ورزش بيا دوا خوړل دي ٠ البته پوبه د سختو ناروغانو نه ٠ زمونږ وجود ډريره لويه پټه قوه لري او د ورزش له لارې به دغه قوه ډيره پياوړي او قوي شي ٠ دريم مومږ بايد په مقوي دوا باندې د حد نه زيات کورکورانه اعتماد و نه کړو ، ځکه چه مقوي دوا د هر تن له پاره لازمه نه ده او د ورځي د درو ځلو خواړو ځاي نه شي نيولي ٠ پرته د ناروغانو او بيرانو نه ٠ لنډه دا چه د مقوي دوا څخه سؤ استفاده کول مضر دي ٠ څلورم ويلي شي چه هره دوا منفي تاثير لري ٠ شک نه شته چه د ناروغۍ د علاج له پاره دوا خوړل يوه ترقي ده ، خو د دوا څخه ناوړه استفاده کول انسان ته ضرر رسوي ٠ نو مونږ بايد د ډاکترانو د نصيحت له مخې دوا وخورو ٠ د دوا خوړلو په هکله کورني غړي بايد زړو کسانو او ماشومانو ته متوجه دي او په وخت کې دوي ته دوا ورکړي او ويي ګوري څو چه د هغه احتمالي حالت مخه ونيول شي چه په غلطه دوا وخوړل شي ٠