د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په شپاړسمه نيټه د پاکتسان د داون ورځپاڼې خبر ورکړ چی د روانې مياشتې په پنځلسمه نيټه د پاکتسان امنيتی پوځ افغانستان ته نژدی د جنوبی وزيريستان په سيمه کی په يوه موټر کی د سپرلو د نوبتی تلاشۍ په وخت کی ناڅاپه له حملې سره مخامخ شو او شپږ تنه خارجی وسله وال کسان يی ووژل او دوه تنه يی په ژوندی ونيول. د پاکستان د يوه امنيتی مامور په قول نوموړي شپږ تنه خارجی وسله وال کسان ټول د منځنی اسيا له يوه هېواد څخه راغلی دي.
|