<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-16 18:48:31    
د سينجانګ تاريخی اثارو

cri

د شينجيانګ د لرغون پيژندونکو د ديرشو کالو د زيارونو په اثر د وريښمو په لاره کی ډول ډول تاريخی اثار ، مثﻵ د مرموز لولان قديمی ښار ، په توروفان کی کيندل شوی ګران اسناد او پر ګړنګونو باندی حکاکی شوی نقاشۍ دنيا ته ښکاره شويدی چی په نتيجه کی سينجيانګ د خلکو د توجه او علاقی وړ ځای ګرزيدلی دی ٠ د پروګرام په دی حصه کی به د سينجانګ د تاريخی اثارو په باره کی څه نا څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو٠

د تاريخی اسنادو له مخی، د مرموز لولان قديمی ښار چی د لوبو وچ جهيل په سيمه کی واقع دی ، پخوا يو ډير اباد او سمسور ځای و، خو په څلورمه پيړۍ کی د نامعلوم سبب په اثر تر روانو شګو لاندی ښخ شو ٠ په اتمه پيړۍ کی يعنی د چين د تانګ په سلسله کی هلته په صحرا بدل شو او دی ځای ته د رسيدو لاره بيخی ورکه شوه٠ د روانی پيړۍ په سر کی منځنی اسيا ته د نړۍ د بيلا بيلا هيوادو تش په نامه اکتشافی سفرونه عروج ته ورسيدل٠ يو سويدنی چی سوين هادين نوميده ، لومړۍ دلته راغی ، د لولان د قديمی ښار اثار هم د ده د ويغوری لارښوونکی لخوا په غيرمترقبه توګه پيدا شول٠ ورپسی نور خارجيان هم په پر له پسی ډول دلته راغلل او متاسفانه د لولان ډير زيات شمير قيمتی تاريخی شيان ئی د ځانه سره يووړل او لا تر اوسه پوری د دوی په موزيمونو کی پراته دی ٠ د هغه وخت نه وروسته په څه د پاسه نيمه پيړۍ کی بل هيڅ څوک د لوبو وچ جهيل ته وره نه غی٠

د سينجياګ د باستان شناسانو په نظر د سينجيانګ د اقتصادی ابادی د انکشاف او د لرغون پيژندنی د ترقی سره سم لولان ته د بيا کتنی او پيژندنی امکان او ضرورت شته دی٠ د دوی دغه ارزو په ١٩٧٩ او ١٩٨٠ کال کی کی تر سره شوه ځکه چی دوی په صحرا کی د شلو ورځو د مزل نه وروسته د لولان د قديمی ښار کنډوالی وليدلی ٠ دوی د لولان جغرافيايی موقعيت په نقشه کی سم کړ او د دی ښار واقعی ساحه يی اندازه کړه او د ميلاد نه د درو پيړيو نه مخکی يعنی د هان په سلسله کی جوړ شوی لوی ديوال ، د ديدبان برج ، د سيند وچه وادی ، ويالی ، د بوديزم برج ، قديمی سکی، مس هنداری ، لرګينی تختی ، وريښمين څيزونه او دوی ښځيی مومياګانی يی پيدا کړی ٠ هغه حکومتی اسناد چی د روانی پيړۍ په لومړيو وختونو کی خارجی کشافانو له ځانه سره خارج ته وړی وی٠ په اصل کی د سينجيانګ په تورفان کی پيدا شويدی٠ سر له ١٩٥٩ کال نه د سينجيانګ لرغون پيژندونکو د تورفان په سيمه کی ديارلس واره په کيندلو لاس پوری کړ چی په نتيجه کی د حکومتی اسنادو، د عقودو د اسنادو، د محاسبی کتابچی او شخصی خطونو په شمول دری زره ډول ډول اسناد ترلاسه شوی او په سياسی، اقتصادی ، نظامی ، ايډيالوژيکی او کلتوری چارو پوری اړه لری ٠ دغه اسناد ډير ارزښت لری، نومربوطو څانګو لس ټوګه کتابونه د توروفان د تاريخی اسنادو په نامه چاپ کړيدی٠