<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-17 17:34:47    
_د چين د ځناورانو په باره کی د اوريدونکی هجرت الله فريادی صاحب پوښتنی ته ځواب _

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان د هری پور له کمپ څخه هجرت الله ( فريادی ) په خپل تازه ليک کی څو پوښتنی وړاندی کړی او هيله من دی چه مونږ په خپله خپرونه کی د نوموړو مسائلو په هکله هغه ته سم ځوابونه ورکړی . د هغه لومړنی پوښتنه دا ده چه په چين کی کوم ځناور زيات دی او کوم ځناور روزل کيږی ؟ د پروګرام په دی برخه کی به دی پوښتنی ته ځواب ورکړو .

چين په نړۍ کی د ډيرو زياتو وحشی حيواناتو لرونکی هيواد دی چه د ټول هيواد په چوکاټ کی٦٢٦٦ ډوله مهره لرونکی ځناوران ژوند کوی چه په دی جمله کی تقريبأ ٥٠٠ ډوله حيوانات ، ١٢٥٨ ډوله مرغان ١، ٣٧٦ډوله خزنده ګان ، ٢٨٤ ډوله زوحياتين او٣٨٦٢ ډوله کبان شامل دي ، په نړۍ کی د مهره لرونکو ځناورو د ډولونو يو پر لسمه برخه تشکيلوی . دغه راز په چين کی له ٥٠زرو نه زيات ډوله مهره نه لرونکی حيوانات او يولکو پنځوس زره ډوله حشرات هم ليدل کيږی .

له دی امله چه د چين اکثره سيمی په دريمه او څلورمه پيړۍ کی د لويی وچی د کنګلونو د تاثيراتو او اغيزو څخه بی برخی شوی وی ، په چين کی زيات شمير ځانګړی ځناوران او نباتات ساتل شوی دی .د احصايی له مخی تقريبأ٤٤٧٦٦قسمه هغه مهره لرونکی حيوانات چه په وچه کی ژوند کوی ،

يوازی په چين کی پيدا کيږی چه شمير يی د چين د همدغسی مهره لرونکو حيواناتو د عمومی شمير په سلو کی ١٩ اعشاريه ٤٢ نيسی چه په دی جمله کی لويه پاندا ، طلايی بيزو ، د جنوبی چين ببر ، د سور تاج لرونکی لک لک ، د يانځی سيند د تمساح په شمول څه د پاسه سل ډوله ځانګړی او قيمتی وحشی حيوانات يی په نړۍ کی شهرت لری . لويه پاندا چه د تی لرونکو لويو حيواناتو څخه يوه ده او تور او سپين ويښتان لری ، وزن يی١٣٥٥کيلوګرامو ته رسيدای شی او تازه باڼسونه دهغوی خوراک دي ، تر اوسه پوری په مځکنی کره کی يوازی له يو زر نه زيات نوموړی حيوانات را پاتی دي . له دی امله چه لويی پانداګانی خورا ډيری قيمتی او ارزښتناکی دی ، د وحشی حيواناتو د شاتنی نړيواله نښه ګرځيدلی ده . د سور تاج لرونکی سپين لک لک چه د بدن اوږدوالی يی يو اعشاريه دوو مترو ته رسيدای شی . پر سر يی يوه وړه ټوټه سور پوستکی بربند دی چه د اسيا په ختيځه سيمه کی د اوږد عمر په توګه علامه ګڼله کيږی . په سيند کی سپين وزر لرونکی خوګ په نړۍ کی له يوازنيو هغو دوو ډولونو بالنانو څخه يو دی چه په خوږو اوبو کی ژوند کوی . په ١٩٨٠کال کی د لومړی ځل لپاره په يانځی سيند کی يو سپين وزر لرونکی نر خوګ ونيول شو چه په نتيجه کی د نړۍ د همدغسی کبانو د څيړونکوپرسونلو د زياتی علاقی او پاملرنې وړ وګرځيد .

نوموړی حيوانات او ځناور د چين په شمال ختيځ ، شمال ، داخلی مغوليستان او شينجيانګ ، چينګهای او تبت ، جنوب لويديځ ، منځنی او جنوبی سيمو کی ژوند کوی ، په دغو اوو لويو سيموکی د طبيعی شرايطو د توپير له امله دحيواناتو قسمونه هم بيلا بيل دي .

ګرانو اوريدونکو ، اوس به د فريادی صاحب د نوموړی پوښتنی دوهمی برخی ته چه په چين کی کوم څاوری روزل کيږی ؟ ځواب ورکړو .

په چين کی د کورنی څارويواو مرغانو قسمونه خورا زيات دی او ٥٩٦ ډولونو ته رسيږی چه په دی جمله کی په سلو کی اويا کورنی څاروی او مرغان د کلونو کلونو راهيسی په چين کی موجود دي او تل د اوسيدونکو تر روزنی او ساتنی لاندی راغلی دی . په تيره بيا خوګان ، غوايان ، پسونه ، أسونه ، چرګان ، هيلۍ، غاز ، هوسۍ ، سپی ، پيشوګانی اوکبان ډير زيات روزل کيږی .

درنو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د چين د ځناورانو او کورنی څارويو او مرغانو په باره کی څه معلومات واوريدل .