<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-17 18:18:46    
شا من د تايوانی أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی تګ راتګ د پرمخبيولو دپاره هڅه کوی

cri

ګرانو اوريدونکو ،د نژديو کلونو نه راهيسی ،د چين د تايوان د ولايت او د هيواد د لويی وچی ترمنځ اقتصادی او تجارتی تګ راتګ ورځ په ورځ نژدوالی موندلی دی او لازيات تايوانی تصديو دهيواد په لويی وچی کی پانګی اچولی دی .په عين وخت کی د تايوان له خوا جوړ شوی توليدات چی د هيواد د لويی وچی بازار ته داخل شوی ،هم ورځ په ورځ زيات شوی دی .شا من چی د چين د فوجيان په ولايت کی واقع دی او تايوان ته مخامخ دی او د خپل ښه جغرافيايی موقعيت له امله د تايوانی أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی تګ راتګ په بهير کی لامهم رول لوبوی .د نننی پروګرام په چينی اقتصاد کی به مونږ د شامن د حالات په باب معلومات تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

شامن د اقتصاد د انکشاف دپاره د چين د حکومت له خوا جوړ شوی يوه ځانګړی سيمه ده او د ښه جغرافيايی موقعيت له امله د تايوان په مقابل کی د اقتصادی او تجارتی روابطو انکشافی امتيازونه لری .د ٢٠٠١ کال د جنوری په مياشت کی له شا من نه د تايوان ځين من ته د مسافرينو د حمل ونقل دپاره هوايی کرښه پرانستل شوه چی په دی اثر شا من د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ مهم مرکز ګرځيدلی دی .د شامن د سمندری چارو د رياست مسئول جاو چينګ های وويل چی د نوموړی کرښی پرانستل د دواړو غاړو ترمنځ د مسافرينو د حمل نقل موثريت لوړوی او ددواړو غاړو سوداګرانو په تيره بيا په لويی وچی کی پانګه اچول شوی تايوانی سوداګرانو له خوا يی هر کلی څرګنديږی. (اواز..............................)عمومأ د بيړی په واسطه له شامن نه د څلويښت دقيقو نه وروسته ځين من ته ورسيد.نو په دی وجه نوموړی کرښه اوس د تايوانی أبنا ترمنځ د دواړو غاړو د خلکو دپاره د طلايی کښی په توګه ګنل کيږی .

د ترانسپورتی چاپيريال د ښه والی په اثر د شامن او تايوان ترمنځ تجارتی اندازه په مسلسله توګه زياتوالی موندلی ده.د دواړو غاړو د تجارت د انکشاف دپاره د چين حکومت د شامن د دا چن په ټاپووزمی کی د مالونو د تبادلی کوچنی بازار جوړ کړی دی او د دغه بازار اوسنی تجارتی ارزښت ٢٠٠ مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيد.

د نژدی مودی نه مخکی د تايوان د ١٥ ډولونو ميوی دسفر ګمرکی محمول له امله د لويی وچی بازار ته داخل شوی دی چی په دی جمله کی زياتره يی د تايوان ځانګړی ډولونه دی .د شا من حکومت د نوموړی فرصت په نيولو سره د شا من په واسطه د لويی وچی بازار ته د تايوانی ميوو د داخليدو دپاره ښه شرايط برابروی.د شامن د تجارتی انکشاف د رياست د مسئول مرستيال دای بی ځوونګ وويل چی (اواز.............................)د می د ٢٨ نيټی نه راهيسی په شامن کی ٦ تجارتی شرکتونود ١٧ ځلی دپاره د ٨٦ ټنو په اندازه تايوانی ميوی ورداتی کړی دی چی د مالونو ارزښت ٨٤ زرو امريکايی دالرو ته ورسيد .له دی نه علاوه چی لږشميرميوی په محلی سيمه کی خلاڅول شوی ،زياتره يی بيجينګ ،شانګهای او د شامن شاوخواوو سيمو ته پلورل شوی دی .د ښه جغرافيايی موقعيت له امله شامن هغه لومړی انتخابی ځای ګرځيدلی دی چی تايوانی شرکتونو په لويی وچی کی پانګی اچولی دی .د سږ کال تر جولای پوری په دغه ښار کی د تايوانی شرکتونو له خوا پانګه اچول شوی پروژی له ٢ زرو ٣ سوو نه اوښتی دی او په واقعی توګه د ٢ ملياردو ٨ سوو امريکايی ډالرو په اندازه تايوانی پانګی استعمال شوی دی .دزياتو تايوانی شرکتونو په منځ کی د تايوان زراعتی شرکتونه په شا من کی دانکشاف په برخه کی خپل ځانګړيتوب لری .له دی نه علاوه د شامن حکومت امتيازی پاليسی تايوانی زراعتی شرکتونو ته ورکړی دی ترڅو د دوی د پانګی اچوونی دپاره ښه چاپيريال برابر شی .د ناو يوو سيدپه نامه تايوانی زراعتی شرکت په شامن کی ښه انکشاف موندلی دی .د نوموړی شرکت عمومی مدير جو جون شينګ وويل چی له دی نه علاوه چیزمونږ شرکت بزګرانو ته تخنيکونه ور کوی ،د بازار د پيدا کولو دپاره له دوی سره هم مرسته کوی .(اواز.....................)زمونږ د شرکت متخصصان لارښوونه ورکوی او په عين وخت کی مونږ هم د هيواد د لويی وچی د علمی څيړنی له سازمانونو يا د زراعتی پوهنتونونو سره همکاری کوی او د برګرانو تبادله کوی .د توليداتو د پلورلو په برخه کی بزګرانو ته مرستی ور کوی .

له دی نه وروسته شامن به په مداومه توګه د دواړو غاړو ترمنځ د لازيات تګ راتګ دپاره هڅه وکړی .