چين په نړۍ کي داسي لوي هيواد دی چه مساحت يی تقريبا نه مليونو شپږ سوو زرو مربع کيلومترو ته رسيږی. د ختيځ او لوېديځ تر منځ يی واټن پنځه زره کيلومتره او جنوب او شمال تر منځ يی واټن پنځه زره پنځه سوه کيلو متره دی . د چين مساحت نژدی د اروپا د وچی په شان لوی دی.
د چين ختيځه څنډه د هه لونګ جيانګ سيند او د وو سو لی جيانګ سيند په تقاطع کي ده چه تقريبا ختيځ طول بلد په يو سلو پنځه دېرش درجه کي واقع ده. د هه لونګ جيانګ سيند په اسيا کی له لويو سيندونو څخه دی او وو سو لی جيانګ سيند د ده يو فرعي سيند دي . د بو لی ښار ته نژدي د دوو سيندونو تقاطع ده .
د چين جنوبي څنډه د نان شه په ټاپوګانو کي ځه مو ان شه ټاپو دی .کله چه د چين په شمالي سيمې کي ژمی وي ، خو په دې سيمه کی لا هم دوبی وی. ځکه چه د چين له جنوب څخه تر شمال پوري پنځوس درجی عرض البلد تيريږی،نو رنګارنګ زراعتی محصولات په چين کی توليديږي او د ژويو او نباتاتو ډولونه يي ډير زيات دي چه دا د چين د اقتصاد د انکشاف لپاره ښه زمينه ګڼل کيږي .
ځن مو ان شه د مرجانی صخرو څخه جوړ شوی دی. اوږدوالی يی دوه زره دری سوه پنځه اتيا متره ، پلنوالی يی يو زرو دری سوه اتيا متره او مساحت يی دوه اعشاريه يو دوه مربع کيلو متره دی. هغه څلور درجی عرض البلد ته نژدی او د چين په جنوبي سمندر کی د نان شه ټاپوګانو څخه عبارت دی . که څه هم دغه ټاپو استوا ته نژدی دی،مګر د سمندری اقليم د اغېزو له امله هلته تود دوبی نه ليدل کيږي او په دوبی کی يی منځني تودوخه تقريبا دېرش درجې ده او په دوبی او ژمی کی يی تودوخه لوی توپير نه لری.
د پامير لوړه د چين لوېديځه څنډه ده . هغه د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی په جنوب لوېديځ ، د تاجکستان په جنوب ختبځ او د افغانستان په شمال ختيځ کی واقع ده او د تيان شان ، کون لون شان او هندوکوش په شمول د غرونو د يو ځای کېدو ځای دی. په تاريخ کی د وريښمو مشهوره لاره د دې سيمې له لارې افغانستان ،ايران او نورو هيوادونو ته غزيدلې وه . د بحر له سطحی نه د پامير د لوړې جګوالی څلور زره متره دي . هوا يی ډېره سړه ده او ډېر يخچالونه پکی ليدل کيږی. د دې لوړې په شمال لوېديځ کی د فيدچنکه د مشهور يخچال اوږدوالی يو اويا اعشاريه دوه کيلو مترو ته رسيږی او په نړۍ کی د ډېرو اوږدو يخچالونو څخه دی.
د چين د ختيځ څخه تر لوېديځ پوری يی فاصله هم ډيره اوږده ده ، که څوک سهار د چين د ختيځ سمندر په غاړی کی د کب نيولو لپاره سمندر ته لاړ شي ، د پامير په لوړه کی اوسيدونکی لا هم بيده اوسی .
د چين شمالې پوله د هه لونګ جيانګ سيند د مو هه د کلی په شمال کی د هه لونګ جيانګ سيند د عمده لارې په منځ کي ده.د مو هه ولسوالی د چين تر ټولو شمالي کلی دی او د شمالی پول د کلی په توګه بلل کيږی.
په مو هه کی ژمی اوږد او دوبی يي لنډ دی. په ژمی کی يی منځني تودوخه د صفر نه څلويښت درجې ټيټه ده او تر ټولو ټيټه درجه د صفر نه دوه پنځوس اعشاريه دوو درجو ته رسيږی. مو هه هم داسي ځای دی چه دلته د ورځې وخت تر ټولو اوږد دی. د نولسوه دوه اتيايم کال د جون په دوه ويشتمه نيټه چه د دوبی د رسيدو ورځ وه ، د شپې په يوه بجه کله چه د چين په نورو سيمو کی خلک ښه ويده وی ، په مو هه کی لمر خيژي او د شپی په اته نيمو بجو لمر لويږي، نو په دغه ورځ کی لمر د اوه لسو ساعتونو لپاره ليدل کيږی.