<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-18 17:50:46    
 د چين مشهوری سندر غاړی وو بي شيا او د دی له خوا ويل شوی خارجی سندره ( ٢)

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په دی برخه کی به د چين د مشهوری سيندرغاړی وو بی شيا او د دی له خوا ويل شوی نورو سندرو په باره کی تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

په ١٩٩٧ کال کی پيغلی وو د کارمن په نامه د اورپايی اوپرا يوه برخه وويله چه پوره ستاينه يی وګټله او له دی امله هغی فيصله وکړه چه د چين د موزيک مرکزی پوهنځی په اړه د فروفيسری ګوه څخه د اورپايی اواز د سندری ويلو فن او مهارت زده کړی ، د يو لړ زيار او زحمت نه وروسته پيغلی وو بری وموند او په ١٩٩٧ کال کی د ځوانانو په نړيوال هنری فسيتوال کی يی لومړنۍ درجه جايزه وګټله ، دغه راز په ٢٠٠٠ کال کی په هسپانيه کی د بيرباغه د اواز او موزيک په نړيواله سيالی کی يی لومړی نمبر تر لاسه کړ او دوه کاله وروسته د چايکو فسکی د اواز او موزيک په نړيواله سيالۍ کی يی دوهم نمبر وګاټه .

اوس به مونږ د مېرمنی وو په اواز د وحشی ګلاب په نامه يوه سندره واورو چه دا په توله نړۍ کی يوه ډيره مشهوره هنری سندره ده . کامپوزر شوبرت په تازه او طبيعی توګه د ښکلی ګلاب په هکله چه د مينی نښه نښا نه ده خپل خواږه احساسات څرګند کړی دی . ( اواز )

د اوږدی مودی څيړنو او تحقيقاتو نه وروسته مېرمن وو دا نظر لری چه د چين او اروپا تر منځ د اواز د زده کړی په برخه کی زيات توپير موجود دی . خو سندر غاړی پوره توان او طاقت لری چه دغه توپير پوره کړی .دلته ډيره مهمه خبره دا ده چی سندرغاړه بايد پراخ فکړ او ښه ذهن ولری ، د دوی په عقيده د خارجی سندرو د زده کولو مقصد دا نه دی چه خپل سبک او طرز اصلاح کړی ،بلکی د سندرو او ننداری په ترڅ کی هغه د پخوا په شان ملی او فولکوری ژوند په طبيعی توګه څرګند کړی .

ګرانو اوريدونکو ! د نننی خپرونه په وروستی برخه کی به د بلبل په نامه سندره تاسو ته واورو . ( اواز )