<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-18 17:53:39    
په چين کي د زړو کسانو جشن

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام اليکم ! د چين د دهقانی جنتری د مخی هر کال د نهمې مياشتی نهمه نيټه د زړو کسانو د احترام او درناوی ورځ ده چه په چيني ژبه د چونګ يانګ جشن نوميږي . په بله ژبه دا جشن غرونو ته د ختلو ورځ هم ده ځکه چه په دی ورځ کی غرونو ته ختل د لرغونې زمانې راهيسي د چينايانو يو عادت دی ، د اکتوبر ١١مه نيټه چه د زړو کسانو له جشن سره برابره ده ، په بيجينګ کي د منی د فصل په وروستي موده کي د دې ورځی هوا ډيره معتدله وی .په همدي ورځ کي غرونو ته د ختلو په هکله د بيجينګ د شی جينګ شان د ښاري سيمی دېرش ورځنی فعاليتونه هم ددې سيمې د لوبو په باغ کی پيل شول ٠ د روان کال د فعاليتونو عمده موضوع د سپورت ، روغتيا او خوشحالی پرمخبيول ؤ ٠ په دی ورځ سياحانو وکولی شي د نوموړی سيمی د با دا چو په نامه په پارک کی غرونو ته وخيژي او د يو نان ولايت د پور په نامه ځانګړی چای وڅښي ٠ هغه څوک چه د سپين ږيرو او سپين سرو په ملګړتيا غرونو ته وخيژي ، تحفه به ور ته ورکړی شي ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به غرونو ته د ختلو د فعاليتونو په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو ٠

خبريال د بيجينګ د باداچو په بارک کی دا وليدل چه ډيرخلک له غرونو نه ښکته راځي ، په پارک کی ښکلی او رنګارنګ ګلان تر سترګو کيږي . د پارک مسئولې ميرمن فان وويل ______اواز______

د څه دپاسه لسو کلونو راهيسی د چونګ يانګ په جشن کی د زړو کسانو د درناوی ، په خاطه غرونو ته ختل او د ګلانو څخه د خوند اخيستلو په عنوان فعاليتونه اجرا کيږي ٠ په دغو رنګارنګو فعاليتونو کی د ګډون دپاره هر کال په زيات شمير سياحان

برخه اخلي ٠

غرونو ته ختل د بدن د روزنی لپاره ډير ګټور دی ، دا سپورت د بدن د غضلو او عصبې سيستم د قوې کيدو لپاره مرسته کوی ٠

غره ته د ختلو په بهير کی د انسان زړه ته حرکت کوی او د بدنی وينی ئی پاکيږي چه دا د بدن د ټولو جهازونو د روغتيا لپاره ګټوره ده ٠ دغه راز غره ته د ختلو ورزش د ناروغتيا د وقايې دپاره هم ګټه لری ٠ همدا راز په پارک کی هوا ډيره تازه وی او په هوا کی دوړی هم لږی وی ٠ نو په داسی چپريال او فضا کی چکر وهل او غره ته ختل د وزرشکارانو روح تازه کوي ، دغه شان غره ته د ختلو لوبه د انسان د ارادی د ټينګيدو لپاره هم ښه رول لوبوی ٠

خبريال د يوی جوړی سپن ږيری او سپين سری سره چه د غره څخه ښکته کيدل مرکه وکړه ، سپين سري وويل ___اواز________

غرونو ته ختل يو ډير ساده سپورت دی او هيڅ پيسې په کار نه دي ، مونږ هميشه د مني په فصل کي غره ته دختلو دپاره دلته راځو او نوی هوا تنفس کوو ، د يوې مودی د سپورت نه وروسته روغتيا مو نسبت د پخوا نه ډيره ښه شويده ٠

دغه راز د چونګ يانګ په جشن کي غرونو ته ختل د زړو خلکو لپاره د اوږد عمر معنی هم لری ٠ زاړه خلک په دي لوبه کي سلامتيا موندلی شي ،او هم ئی د عمر د اوږدوالی لپاره ګټه لری او دا ددوي د اولادونو د زړه له کومی ارزو ده ٠

سربيره پر دې په نوموړی جشن کی ډير زيات په زړه پوری فعاليتونه هم اجرا کيږي ٠ د پارک مسئولې ميرمن فان خبريال ته وويل ______اواز____

سږ کال د جشن په ورځو کی د يو نان له ولايت څخه د أسونو يو کاروان راغلی او د يو نان خاص چای ئی له ځانه سره راوړی دی ٠ بايد وويل شي چه د أسونو په دي کاروان کی ټول څه دپاسه سل أسان ، څلويست تنه د أس بيوونکی او د کاروان څلور تنه مشران شته چه د يوولسو ملي اقليتونو څخه عبارت دی ٠ پر هر أس باندی پنځه څلويست کيلو ګرامه چای بار وو ، په لاره کی ئی ډير تکليفونه او کړاونه ګاللی او زيات زحمتونه يی ايستلی دی ٠

د پور په نامه چای چه يوازي د جنوبي چين د يون نان په ولايت کي کرل کيږي ، د چين د وروستي امپراطوري دورې نه يوازي امپراطور ته د باج په توګه ورکول کيدل ، خو نن ورځ په درو ورځنيو فعاليتونو کی سياحان کولي شي چه په وړيا ډول دا ډول خوندور چای وڅښي ٠ دغه راز د اهدا کولو يو لړ په زړه پوري مراسم به تر سره شي او بيجينګ ته د کاروان د سفر په باب د عکسونو نندارتون به هم پرځاي شي چه دغه فعاليتونه به حتمأ د سياحانو لخوا د تود هرکلي وړوګرځي ٠