روګ په ١٩٤٢ کال کی په بيلجيم کی زېږېدلی دی او د بادی کشنی کشتۍ د زغلولو په نړيوالی سيالی کی يی لومړی مقام ګټلی دی. هغه په ١٩٦٨کال، ١٩٧٢ کال او ١٩٧٦ کال کی د اولمپيک په درو سپورتی لوبو کی برخه واخيسته، په عين وخت کی يی يو ډاکتر هم دی. روګ د هالند، فرانسې، انګليستان، المان، هسپانيې په شمول د څو هېوادونو په ژبو پوهېږی او له معاصرو هنرونو سره زياته علاقه لری. په ١٩٨٩ کال کی د اولمپيک د اروپايی کميټې د رئيس د ټاکنې نه وروسته په بين المللی سپورتی حلقه باندی د روګ اغېزه زياته شويده. هغه په ١٩٩١ کال کی د اولمپيک د بين المللی کميټې غړی ګرځېدلی، په ١٩٩٨ کال کی د اولمپيک د بين المللی کميټې اجرائيوی غړی او د درو کلونو نه وروسته د سامارانچ پر ځای د اولمپيک د بين المللی کميټې د نوی رئيس په توګه وټاکل شو.
د اولمپيک لومړی معاصرې سپورتی لوبې
د اولمپيک لومړی معاصری سپورتی لوبې د زياتو ستونزو د لېری کولو نه وروسته د ١٨٩٦ کال د اپريل په شپږمه نيټه د يونان په اتن کی پرانيستلې شوې او پکی له څوارلسو هېوادونو څخه راغلو دوه سوه يو څلويښتو تنو لوبغاړو برخه واخيسته. د اولمپيک دغې سپوری لوبې له اتلاتيک، لامبو وهلو، د وزن له پورته کولو، د نښې له ويشتلو، د بايسکل د ځغلولو، د لرغونی غيږ نيولو، جمناستيک، د تورې وهلو او تينس څخه عبارت دي.
د اولمپيک د لومړی معاصرو سپورتی لوبو سرچينه
اتن چی د يونان مرکز دی، د نړۍ د يوه مشهورو لرغونی ښار پايتختونو څخه شمېرل کېږی او د اروپا د لرغونی تمدن يوه منبع ده. هغه غونډۍ چی اولمپيا نومېږی، د اتن له لويديځ ختيځ څخه په دری سوو کيلومترۍ کی واقع ده، د اولمپيک د لرغونو سپورتی لوبو زانګو ده. د اولمپيک د لرغونو سپورتی لوبو د قطع کېدو د يو زرو کلونو نه وروسته په ١٨٩٦ کال کی د اولمپيک لومړی معاصری سپورتی لوبې په اتن کی په درنو مراسمو جوړې شوې، نو اتن د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د زانګو شهرت تر لاسه کړی دی.
د اولمپيک د مقدس مشعل بيا بلول
د ١٨٩٦کال د اپريل په شپږمه نيټه د يونان پاچا لومړنی جارج اعلان وکړ چی د اولمپيک لومړی مصاصری سپورتی لوبې پيل کېږی. د ترکيې د تسلط سره د يونانيانو د مبارزې د پنځه اويايمې کاليزې د يادونې دپاره کوربه هېواد په دغه ورځ افتتاحيه مراسم جوړ کړل.
د مرمرو ډبرو څخه جوړ شوی سپورتی ميدان
په اتن کی د مرمرو ډبرو څخه جوړ شوی سپورتی ميدان د اولمپيک د لومړنی دورې د معاصرو سپورتی لوبو اصلی ميدان و، څرنګه چی دغه ميدان د u په شکل جوړ شوي او د کوږوالي زاويه يي کوچني وه او په دي ځاي کي د ورزشکارانو د ښوييدو امکانات موجود ؤ، نو د نوموړې دورې په سپورتی لوبو کي د دوو سوو مترو په فاصله د ځغاستې لوبه نه وه شامله شوې.
د اولمپيک د لومړنې دوري په سپورتي لوبو کي د سرو زرو ميدالونه نه وو ټاکل شوي.
يونانيان د اولمپيک د لرغونی سپورتی لوبو د عنعناتو له مخی دا نظر درلود چی بايد برياليو لوبغاړو ته د ډيرو مقدسو جايزو په توګه د زيتون د ښاخونه ګيډی ورکړی، نو د اولمپيک په لروغونو سپورتی لوبو کی ميدالونه نه ليدل کېږی. خو وروسته د ګوبيتن په غوښتنې سره د يونان هنرمند جورس د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو لومړی ميدال ديزاين او جوړ کړ.