د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاق ګونګ چيوان د اکتوبر په اتلسمه نيټه په بيجينګ کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل چه چين به ژر پاکستان ته د امدادی موادو نهمه برخه وړاندی کړی چه په دی جمله کښی به د بريښنا د توليدولو ماشينونه او د اوبو د پاکولو تجهيزات شامل وی٠
نطاق کونګ چيوان د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په بهير کښی دا څرګنده کړه چه د اکتوبر تر ١٤ نيټې پوری د چين لخوا پاکستان ته د وړاندی شويو امدادی موادو مخکښنی اته برخې په پوره توګه پاکستان ته انتقال شوی چه په دی جمله کښی خيمې ، د بريښنا د توليدولو کوچنی ماشينونه او د اوبو د پاکولو تجهيزات شامل دی او عمومی وزن يی دوه سوو ټنو ته رسيدلی دی٠