<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-19 17:14:34    
په لوړه کي واورين نيلوفر

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم په خودمختاره سيمه کي د سارادر په نامه يو ګوښه څړ ځاي شته چه هلته شپږپنځوس کورنۍ پکي اوسيږي او زياتره يي غريب قزاقيان وو . قزاقي نجلۍ تورين په نولس سوه شپږ اتيايم کال کي د منځني ښوونځي څخه د فراغت نه وروسته بيرته خپل اجدادي کور ته لاړه او د يوې موقتي ښوونکې په توګه يي وګمارل شوه . خو دغه کليوالي ښوونځی يوازي دوې کوټې درلودې او د پنځو ټولګيو په شمول د مالدارانو شلو تنو اولادونو پکي درس کاوه . تورين هم ددې ښوونځې يوازني ښوونکې وه . په نولس سوه شپږ نويم کال کي تعليمي څانګې يو ښوونکی او يوه ښوونکې دی ښوونځي ته وروليږل ، ښوونکی يي د يوازيتوب له امله هره ورځ شراب څښل او يو کال نه وروسته نور ښوونځي ته وليږدول شو . ښوونکې يي هم څه موده وروسته واده وکړ او بل ځاي ته لاړه . له دي نه وروسته په دي ښوونځي کي يوازي تورين پاتې ده .

د اوږدې مودې دپاره د سختو زيارونو له کبله تورين ډير ضعيفه شوه او د بدن وزن يي هم يوازي څلويښت کيلو ګرامه دی . د تير اکتوبر په مياشت کي يوه ورځ تورين ښوونځې ته را نه غله ، ټول شاګردان ددې کور ته لاړل او و يي ليدل چه خپل ښوونکې په کټ پرته وه او سخته تبه يي ونيوله . د ځاي مشر وغوښتل چه هغه روغتون ته وليږي ، خو تورين و نه منله او و يي ويل چه نشم کولی چه خپل کار پريږدي . نو ښوونکي تورين په درسي کوټه کي د تزريق په حال کي شاګردانو ته درسونه ورکول .

د شلو کالو راهيسې تورين له دې ښوونځي څخه د وتلو زيات فرصتونه درلودل او

هم يي وغوښتل چه نورو ځايونو ته لاړ شي . خو کله چه خپل معصوم او ساده شاګردان يي وليدل ، له دې ښوونځي څخه د وتلو خيال يي پريښود .

په نولس سوه اته اتيايم او اته نويم کال کي پلار او مور يي له دنيا څخه لاړل ، په بهرني هيواد کي خپلوانو يي په دي قانع کړه چه بهرني هيواد ته لاړه شي ځکه چه هلته تدريسي شرايط يي ښه دي . نورو ملګرو او دوستانو هم ور ته وويل چه ستا پلار و مور مړه شول او ته يو غيررسمي ښوونکې يي ، ښه به دا وي چه خارج ته لاړه شي . خو تورين لا هم په خپل خيال باندي ټينګار کوي او داسي وايي چه ماشومان د هيواد راتلونکي ده . که دوي نسل په نسل سواد و نه لري ، نو هيواد څنګه أباد او سمسور شي ؟

دوه کاله دمخه تورين بالاخره د رسمي ښوونکې په توګه وګمارل شوه ، خو ددې همصنفيانو د ښوونکي منځني او يا عالي درجه لاس ته راوړه . مګر د تورين دپاره د وياړ او فخروړ دا دی چه له دوو سوو نه زيات شاګردان ددې د ښوونځې څخه فارغ شويدي چه ځيني يي هم ښونکي شول او ځيني يي د لوړو تحصيلاتو د سر ته رسولو دپاره خارج ته تللي دي او نور ځيني يي د نورو مالدارانو په لارښوونه د خپل اجدادي کور د أبادولو دپاره رول لوبوي .

ښوونکي تورين لا تر اوسه يوازي پاتي ده او واده يي ندي کړې . هغه داسي وايي چه د قزاقيانو يو عادت دی چه نجلۍ د واده نه وروسته په کور کي پاتي ده او کار نه کوي . که زه واده وکړم ، نو زما شاګردان به څنګه وي ؟ غواړم چه واده و نه کړم او خپل تدريسي کار ته دوام ورکړم .

تورين هر کال غره ته پورته کوي او هلته د درو څلورو زرو مترو په جګوالي په غرني درزونو کي واورين نيلوفر د يخنۍ او يوازيتوب په حال کي وده کوي او خوشبوي او ښکلا نړيوالو ته ښي ، تورين ددې ښکلي ګل نښه نښانه ده .