<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-19 17:17:42    
د چين د مختلفو درجو د کارګرو اتحاديي د کارګرو دحقوقو د ساتلو له پاره مهم رول لوبوي

cri

د چين د بازاري اقتصاد په پرمختيا سره په چين کې بيلا بيل مالکيت لرونکي تصدۍ رامنځ ته شوي دي چه په دي بهير کې د کارونوپه هکله زياتې اړوندې مسئلې هم راپيدا شوي دي ٠ لکه په ځينو تصديو کې د زياتې ګټې د لاس ته راوړلو له پاره د کارکونکو پر قانوني حقوقو باندې د تيري پيښې کله کله رامنځته کيږي ٠ په داسي نويو حالاتو کې د چين د بيلا بيلو درجو د کارګرو اتحاديي دي ته ډير متوجه دي چه بايد د کارکونکو د قانوني حقوقو د ساتنې له پاره خپل رول ولوبوي ٠

ښاغلي تونګ ګوانګ هونګ چه سږکال څه د پاسه ديرش کلن دي ، يو کال نه د مخه د چين د ختيځې خوا د جه جيان ولايت د يي وو ښار له يوې شخصي تصدۍ سره د يو کال د کار د استخداميدو قرارداد لاسليک کړ ، خو کله چه د قرارداد وخت پوره شو ، د نوموړي تصدۍ د پور لرلو له امله بهر ته وتښتيد ، نو ښاغلي تونګ ته يي خپل اصلي معاش نه ؤ ورکړي ٠ په دي نسبت ښاغلي تونګ د يي وو ښار د کارګرو اتحاديي ته ځان ورساوه ٠ په دي هکله ښاغلي تونګ وويل چه په دي اتحاديه کې اړوند کارکوونکي په ډيرو تودو احساساتو زما هرکلي وکړ او هم يي زما په باب پوره معلومات تر لاسه کړل او ما ته يي وويل چه دغه کار به په ښه شان سره حل کړو ٠ د نوموړي اتحاديي تر مرستې او د نوموړي اتحاديي په اړه د کارګرو د حقوقو د ساتنې د مرکز تر کوششونو لاندې نوموړي مسئله ښه حل وفصل شوه ٠ خبريال د يي وو ښار د کارګرو د عمومي اتحاديي په اړوند دفتر کې وليدل چي د نوموړي مرکز کارکونکي ډير مصروف ښکاري ٠ يي وو ښار يو داسي ښار ګڼل کيږي چه له بهرنيو ځايونو نه راغلي کارکونکي يي ډير زيات دي ٠ له دي امله د بيلا بيلو درجو د کارګرو اتحاديي د دوي د حقوقو د ساتنې له پاره زياتي خدمتونه تر سره کړي او کوي يي ، نو د کار د ښه چاپيريال له امله د زياتو کارکونکو زړه ارام دي ٠ په دي وجه هر کال په زر ګونو خلک چه د چين له بيلا بيلو ځايونو نه د کار د پيدا کولو له پاره يي وو ښار ته راځي ٠

پرته د يي وو ښار نه د چين په نورو ځايونو کې د کارګرو اتحاديي هم ګټور کارونه ترسره کوي ٠ مثلأ د چين د شمالي خوا په تيان جنګ ښار کې د کارګرو د اتحاديي سازمانونو د کارکونکو او منسوبينو له پاره ګډ خدمتي مرکز جوړ کړي دي چه په دي کې څه د پاسه سل تنه کارکونکي شته او تلفوني لينونه د څليري ويشتو ساعتو له پاره د خلکو په خدمت کې ٠ همدشان په نوموړي مرکز کې بي وزلو کارکونکو او منسوبينو ته د مرستې ورکولو ، د کار د امنيت او داسي نورسيستمونه هم تاسيس شوي دي ٠ د تيان جنګ ښار د کارګرو عمومي اتحاديي رئيس سيان سيان جون خبريال ته وويل د مثال په توګه که په کوم ځاي کې د کار د امنيت په هکله مسئله رامنځته شي ، زمونږ د مرکز کارکونکي به سم د لاسه هلته ته ورځي او له اړوندې څانګې سره تماس نيسي ترڅو اړونده پيښه په ښه شان سره حل وفصل شي ٠ ښاغلي سيان خبريال ته وويل چه په نوموړي خدمتي مرکز کې هره ورځ يو شمير بي وزلي کارکونکي او منسوبين منل کيږي چه د دوي په منځ کې يي ځيني د کار غوښتنه لري او ځيني يي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ٠ په دي وروستيو درو کالو کې د نوموړي مرکز تر مرستې لاندې د يو لکو شپيتو زرو بي وزلو کارکوونکو ستونزې حل شوي دي ٠

د چين د حه نان ولايت د سين يانګ په سيمه کې د اقتصاد په چټګه پرمختيا سره زيات بزګران په پرله پسي توګه د کار د پيدا کولو له پاره ښارونو ته داخل شويدي ٠ د معلوماتو له مخې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې هغه کارکونکي چه د سين يانګ له کليو څخه راغلي ، څه د پاسه يو مليونو څلور لکو تنو ته رسيدلي دي ٠ د سين يانګ ښار دکارګرو د عمومي اتحاديي رئيس چن مين خبريال ته وويل چه مخکې له دي نه چه د سين يانګ د سيمې بزګران د کار له پاره ښارونو ته لاړشي ، مونږ دوي ته د کارګرو د اتحاديي د قانون له مخې د اتحاديي د غړيتوب کارت ورکوو ، کله چه دوي بهر ته لاړ شي ، مونږ به د دوي اړوند سند او کارت د دوي د کار ځاي د کارګرو اتحاديي ته ليږو ، ترڅو چه په محلي ځاي کې د دوي قانوني حقوق وساتل شي ٠