د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د نهه څلويښتو تنو په جوړښت د چين د بين المللی مرستو ګروپ چه د چين د حکومت لخوا د پاکستان زلزلې ځپلو سيمی ته وروليږل شو، په بری سره د وظيفی د ختمېدو نه وروسته د اکتوبر په شلمه نيټه ماښام د الوتکی په واسطه بيجينګ ته راستون شو.
د چين د مرستی رسولو نوموړی ګروپ د اکتوبر په لسمه نيټه سختی زلزلې ځپلی سيمی بالاکوټ ته ورسيد او د ژغورلو په کارونو يی پيل وکړ. په نوموړی سيمه کی د چين د بين المللی مرستو ګروپ په بری سره دری تنه ژوندی کسان وژغورل او څه د پاسه پنځه سوه نوی تنو علاج يی وکړ. علاوه پر دې، دغه ګروپ د لومړی ځل لپاره د مصيبت ځپلو خلکو سره د بين المللی مرستو د هماهنګ کوونکی په توګه ټاکل شوی وً.