<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-20 19:48:34    
توريزم د شينجيانګ خلکو ته زياتې ګټې رسولی دی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! چين ته د سفر په نننی پروګرام کی به مونږ سره يوځای د شينجيانګ د کناس جهيل او ته ولاړ شو !

د چين د شينجيانګ ويغوری خودمختاره سيمه شتمنه توريستی منابع لری چه پکی تاريخی ځايونه ، لرغونی اثار ، طبيعی منظره او ملی دودونه ډير ځانګړی دی . د لس ګونو کلونو د انکشاف نه راهيسی ، توريزم د شينجيانګ خلکو ته زياتې ګټې رسولی دی .

د شينجيانګ په شمالی برخه کی د کناس جهيل يوه داسی منظره داره سيمه ده چه په چين او خارج کی ډير شهرت لری . د مغولی قوم سپين ږيری يرديشی چه د کناس جهيل په شاوخوا کی ژوند کوی ، د موسيقی يوه خصلت لرونکی بادی اله چه چور نوميږی ، وهلی شی . ښاغلی يرديشی کله چه ١٣ کلن و د نوموړی الې وهل زده کړی ؤ . خو دا د ده له ګمان څخه وتلی ده چه د څه دپاسه ٥٠ کلونو نه وروسته ژوند يی د نوموړی الې په اثر زيات بدلون موندلی دی .

( اواز )

چور يوه ډوله موسيقی بادی اله ده چه د کناس جهيل شاوخوا د يو ډول ځانګړی نبات له ساقې څخه جوړ شوی ده . نوموړی اله د سړی د ګټې ګوتې په شان ده چه اوږدوالی يی تقريبأ دری ديرش سنتی متر دی او ورباندی دری سوری شته . نوموړی موسيقی اله يوازی د مغولی قوم د توا د خلکو په منځ کی روانه ده نو د فولکلوری موسيقی ژوندی فسيل ګڼل کيږی .

د خبر له مخی ، ښاغلی يرديشی د توا په خلکو کی تر ټولو نه په ښه توګه چور وهلی

شی . اوس زيات مسافرين د سفر لپاره د کناس جهيل سيمې ته ځی نو ښاغلی يرديشی غواړی چه له توريزم څخه ګټې تر لاسه کړی . نو هغه په خپل کور کی مسافرين منی او زيات مسافرين د نوموړی موسيقې الې د اوريدلو لپاره د ده کور ته ځی .

د ښاغلی يرديشی خور خبريالانو ته وويل

( اواز )

زمونږ کور نسل په نسل د مالدارۍ او ښکار په اتکا ژوند کاوه خو توريزم زمونږ ژوند ته زيات بدلون رسولی دی . اوس د امريکې په شمول له زياتو خارجی هيوادونو څخه راغلی مسافرين زمونږ کور ته راغلی دی او غواړی واوری چه پلار می چور ووهی .

هغې زياته کړه چه اوس د هغوی د کورنۍ د ژوند مهال ويش د مسافرينو د اړتياوو سره سم ټاکل کيږی نو کله کله تر شپې پوری کار کوی . په عين وخت کی هغوی هم له توريزم نه زياتې پيسې ترلاسه کړی دی . کله چه مسافرين زيات وی هغوی هره مياشت ٢٠ زره ژن مين بی يونه ګټلی وی . اوس هغوی سايتلايت تيليويزيون ، تليفون او يخ چال اخيستلی دی او هم غواړی سږکال يو ګړندی موټر واخلی .

اوس سپين ږيری يرديشی نوی پلان لری او ويی ويل

( اواز )

زما دوهم زوی اوس له ما څخه د چور وهل زده کوی او څلور کاله يی زده کړی دی . د دوه يا دری کاله وروسته به هغه له ما سره يوځای چور وهلی شی .

د يرديشی د کور د بدلون په اثر په نوموړی کلی کی نورو خلکو هم توريزم منلی او د توريزم تر څنګه رنګا رنګ خدمتونه کړی دی .

د يرديشی په شان په شينجيانګ کی زياتو خلکو له توريزم څخه ګټې تر لاسه کړی دی . د ويغوری قوم سپين ږيری عبليز چه په تورفان کی ژوند کوی ، له نوموړو خلکو څخه هم شميرل کيږی .

کله چه خبريال عبليز وليد ، هغه په خپل کور کی د يو شمير مسافرينو هرکلی کاوه او وچې ميوې يی چه په خپله يی توليدکړی ، مسافرينو ته وړاندی کولی . هغه خبريال ته وويل

( اواز )

پخوا زمونږ کور د انګور دکرلو په اتکا ژوند کاوه اوکلنی عايدات می يوازی څو زره ژن مين بی يونه وی . اوس زما کور هر کال څه دپاسه يو زره مسافرين منی . سږکال مسافرين ډير زيات دی او مونږ څه دپاسه ١٢ زره ژن مين بی يونه ګټلی دی .

هغه زياته کړه چه هر کال هغه د انګور د خرڅولو نه ١٥ زره يونه او له نورو وچو ميوو نه نور ١٥ زره يونه ګټلی شی .

ګرانو اوريدونکو ! د احصاييې له مخی پروسږکال شينجيانګ ته د خارجی مسافرينو د راتګ شمير دريو لکو ته رسيدلی او د چين د مسافرينو شمير ١٢ لکو ته رسيدلی ؤ . توريستی عايداتو د شينجيانګ د عمومی توليدی ارزښت په سلو کی پنځه برخه نيولی ده .

ګرانو اوريدونکو ! همداوس تاسو د شينجيانګ په باب يو راپور واوريد چه عنوان يی و توريزم د شينجيانګ خلکو ته زياتې ګټې رسولی دی