<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-21 11:43:10    
افغانستان د امريکايی فوځيانولخوا د طالبانو د وسله والو افرادو د مړيو د جسدونو د سوځولو په هکله په پلټنی پيل وکړ

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان د جمهوری رياست د چارو د فتر نطاق کريم رحيمی په شلمه نيټه وويل ، د افغانستان حکومت به يوه ځانګړی کميټه جوړه کړی او د هغی پيښی د پلټنی دنده به په غاړه واخلی کوم چه د مطبوعاتی ذرايعو د تازه خبر سره سم امريکايی فوځيانو د طالبانو د وسله والو افرادو د مړيو جسدونه سوځولی دی . نطاق کريم رحيمی وويل چه افغانستان د انسانی بدنونو له هر راز سپکاوی او بی حرمتی عمل سره مخالفت کوی  که  دغه کسان يی دوستان او يا يی  دښمنان وی.

د نوموړی پيښې په باب خبر لومړی د اسراليا د يوه تيلويزيونی سټيشن لخوا خپور شو . د اکتوبر په ١٩ نيټه د نوموړی تی وی لخوا په خپورشوی خبر کی ښکاره شوی چه امريکايی عسکرو قندهار  د جنوب د يوه کلی په شاوخوا کی د طالبانو د دوو تنو وسله والو افرادو د مړيو جسدونه سوځول   او په دی ترڅ کی يوه امريکايی عسکر په لوړ اواز او بی حرمتی  سره د نوموړی کلی خلکو ته سپکی سپوری وويلی. د ازاد ليکول په توګه ستفين دوپونټ چه د استراليا تيلويزيونی سټيشن ته يی د ويديو نوموړی کسټ ورکړی ، وويل چه د ويديو په کسټ کی عکسونه د تير اکتوبر په لومړی نيټه اخيستل شوی وو . په نوموړی پيښه کی برخه وال عسکر د امريکی د مځکنی قواؤ په روانی جنګ په يونټ پوری اړه لری . هغوی   نوموړی عمل ددی لپاره وکړ چه   په نوموړو سيمو کی د

طالبانو د وسله والو افرادو د قهر او غصی راپارول ؤ ترڅو هغوی له پټو ځايونو څخه ځانونه څرګند کړی . نوموړی ليکوال زياته کړه چه ځينو امريکايی عسکرو وويل چه دوی د روغتيا ساتنی په نظر کی نيولو سره د مړيو جسدونه سوځولی دی . خو ددی بی حرمتی   او سپکو ويناؤ څخه دا ښکاره ده چه ددوی ناوړه عمل د اسلام دمبارک دين په ضد يو ډول سپکاوی ګڼل کيږی .

نوموړی پيښه په افغانستان کی ډيرخ سخته غندل شوی ده اود افغانستان د ولسمشر نطاق وويل چه که چيری نوموړی پيښه رښتيا وګڼل شی ، نو افغانستان به دا ډول کړه وړه ورباندی وغندی  . د افغانستان د ملی دفاع د وزارت نطاق هم غوښتنه وکړه چه بايد اړوندو عاملينو ته سخته سزا ورکړی شی . د هغه په قول د ملی دفاع وزير عبدالرحيم وردک د نوموړی پيښی له امله ډير حيران شو . د نوموړی نطاق په نظر د امريکايی عسکرو عمل د اسلامی اصول او د افغانستان د اساسی قانون په مقابل کی د سپکاوی يوعمل دی  او په عين وخت کی د ژنيو د کوانسيون په خلاف عمل هم دی . د ژنيو د کوانسيون د اړوندو مقرراتو له مخی ، په جنګی ميدان کی د مړه شويو عسکرو جسدونه بايد تر ممکنه حده پوری د دوی د مذهبی عادتونو سره سم ښخ کړای شی . د افغانستان اسلامی شخصيتونو وويل چه نوموړی پيښه به د اجتمالی لويو احتجاجونو سبب وګرځی او خورا سخت عواقب به رامنځ ته کړی .

په دی عين وخت کی په افغانستان کی ميشته امريکايی فوځ د اکتوبر په شلمه نيټه د استراليا د تيلويزيونی سټيشن د نوموړی خبر په مقابل کی هم خپل عکس العمل ښودلی دی .په افغانستان کی د امريکايی فوځ قوماندان بريد جنرال جاسون کاميا وويل چه د

امريکی د مځکنی قواؤ په اړه د جزايی محکمی اړوندو پرسونلو د نوموړی پيښی په هکله په پلټنی پيل کړی . سربيره پردی د امريک د ملی دفاع وزارت د استراليا د تی وی نوموړی خبر ته پام اړولی او ژمنه يی وکړه چه نوموړی پيښه به تر خپلو مثبتو تحقيقاتو او پلټنې لاندی راولی . د رويتر د خبری اژانس د خبر له مخی ، د پيتناګون نطاق بريان ويتمان وويل چه د امريکی اود امريکی د ملی دفاع د وزارت د پاليسی له مخی بايد د ژنيو د کوانسيون د اړوندو مقرراتو سره سم بايد په ډيری درناوی  سره د مړيو ټول جسدونه ښخ کړی شی .

ويتمان هم وويل چه که چيری د پلټنی او تحقيقاتو نه وروسته نوموړی پيښه تصديق کړی شی ، نو د پيښی جوړونکو او عاملينو ته به سخته سزا ورکړای شی .