<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-21 16:48:35    
د روسيې جمهوررئيس وﻻديمير پوتين

cri

د روسيې اوسنی جمهوررئيس ولاديمير پوتين د ١٩٥٢ م کال د اکتوبر په اوومه نيټه د روسيې د لنين ګراد يعني د سانت پيتربورګ کې زيږيدلی دی ، په ١٩٧٥ کال کې پوتين د لنين ګراد له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د پخواني شوروي اتحاد د دولت د امنيت او استخباراتو په رياست کې شامل شو او د ١٩٨٥ کال نه تر ١٩٩٠ کاله پوري په پخواني ديموکراتيک المان کې يې دنده اجراکړه ٠ ، دغه راز هغه په ١٩٩٠ کال کې له ديموکراتيک المان څخه خپل وطن ته بيرته راغی ، ورپسي پوتين په وار سره د لنين ګراد د پوهنتون د بهرنيو روابو له برخه کې د رئيس د سلاکار په توګه وټاکل شو ٠ په ١٩٩٢ کال کې پوتين د سانت پيتربورګ د ښاروال د مرستيال او د بهرنيو روابطو د کميټې د رئيس په توګه وظيفه په غاړه واخيستله ٠ د ١٩٩٦ کال د اګيست په مياشت کې پوتين د روسيې د جمهوري رياست د چارو د ادارې د مرستيال په حيث او د ١٩٩٧ کال د مارچ په مياشت کې هغه د روسيې دجمهوررئيس د دفتر د مرستيال او د ١٩٩٨ کال د مې په مياشت د دې دفتر د لومړي مرستيال او ورپسي د روسيې د ملې امنيتي چارو د رياست د رئيس په توګه وټاکل شو ٠ د ١٩٩٩ کال په مارچ کې د روسيې د ملي امنيتي شورا د منشي په توګه او ورپسي ددې کال په اګيست کې پوتين د روسيې د صدراعظم په توګه مقرر شو٠ د همدې کال د دسمبر په يوديرشمه نيټه پوتين د روسيې د جمهوررئيس د کفيل دنده په غاړه درلوده د ٢٠٠٠ کال د مارچ په ٢٦ نيټه هغه د روسيې د جمهوررئيس په توګه انتخاب شو او د ٢٠٠٤ کال د مارچ په ١٤ نيټه يو ځل بيا د جمهوررئيس په حيث انتخاب شوی دی ٠

وﻻديمير پوتين د صدراعظم او د جمهوررئيس په حيث د انتخابيدو نه راهيسي په

خارجي پاليسيو کې په مداومه توګه د چين سره د ستراتيژيکي همکاري مناسبات ساتلي اوساتي يې ٠ د ٢٠٠٤ کال د اکتوبر په ١٤ نيټه پوتين يو ځل بيا چين ته سفر وکړ ، دا چين ته د ده دريم سفر دی ، نو له دې څخه دا څرګنديږي چې پوتين د چين سره د دوستۍ او همکاري د مناسباتو پرمخمبيولو ته ډير ستر اهميت ورکړي ٠ د لويديځينړۍ سره يې د تماس نيولو او ديالوګ په باب دريځ غوره کړی دی ٠د روسيې په دننه کې يې د اقتصادي ګډوډيو د له منځه وړلو دپاره پوتين د حکومت لخوا د اداري تدابيرو نيول د بازاري اقتصاد سره د يوځاي کيدو په اړوند پاليسي عملي کړی دی ٠ دده دغه پاليسي د خلکو لخواد تود هرکلی سره مخامخ شوه او د دوي ملاتړ يې هم حاصل کړی دی ٠ په دې وجه د روسيې اقتصاد په چټکه توګه سم مدار ته داخل شوی او په منظم ډول يې پرمختګ کړی دی ٠

علاوه پر دې پوتين د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې کلکه رويه غوره کوي او د چيچن د وسله والو تروريستانو د پوره محوه کولو دپاره يې خپله ټينګه اراده هم څرګنده کړه او په چيچن کې د وسله والو تروريستانو د له منځه وړلو دپاره يې څو ځله لوي نظامي عملياتونه ترسره کړل ٠ پوتين ويلي وو چې چيرته چې تروريستان موجود وي نو مونږ به هرومرو په همغه ځاي کې دوي پوپناکړو ، نو له دې څخه د پوتين هغه ټينګه اراده څرګنده شوې ده چې تر پايه پورې به د تروريزم سره مبارزه وکړي ٠

اوس روسيه کوشش کوي چې په نړۍ کې خپله پخواني لويه اغيزه او لوړ حيثيت بيا ترلاسه کړي او په نوې پيړۍ کې د روسيې خلک د دوي د جمهوررئيس وﻻديمير پوتين تر قوي مشرتابه ﻻندې د خپل هيواد د غښتليتوب او پرمختګ پر لورې لوي قدم اوچتوي ٠