<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-21 17:10:21    
د چين کلتوری فيستوال د امريکې د مختلفو حلقو ستاينه تر لاسه کړه.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين کلتوری فيستوال د اکتوبر په لومړی نيټه په واشتنګن کی پرانيستل شو. د دې فيستوال په بهير کی نه يوازی هنری نمايشونو، بلکه رنګا رنګو نندارتونونو د امريکايی نندارچيانو ستاينه تر لاسه کړه. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې هکله څه معلومات واورئ.

د چين د کلتوری فيستوال په بهير کی د باليت د نڅاوو، ډرامو او د چين د ولسی موسيقی په شمول دری څلويښت هنری نمايشونه او اته نندارتونونه تر سره شول. امريکايی نندارچيان له دې امله ډير خوښې څرګنده کړه چی د چين کلتوری فيستوال د دوی دپاره يو ښه فرصت برابر کړيدی چی د چين د رنګا رنګو کلتورونو په هکله يی معلومات تر لاسه کړل.

(لومړی اواز)

همدا اوس مو د ديې لين هوا په نامه نغمه کی يوه لنډه موسيقی واوريده چی د چين د ګوانګ جو د سمفونی ارکسترا له خوا وړاندی شوی ده. د نوموړې نغمې له لارې نندارچيانو ته د چين د معاصری سمفونی موسيقی ځانګړتيا ښودل شويده. د ګوانګ جو د سمفونی ارکسترا له خوا په نوموړی کنسرت کی د ژړ سيند په نامه د چين د ځوان هنرمند لانګ لانګ له خوا د پيانو نغمه هم وړاندی شويده. نندارچی ښاغلی Don Wallace د پيانو له نوموړې نغمې څخه خوښې څرګنده کړيده او و يی ويل

(دوهم اواز)

زه هيله لرم چی د چين د موسيقی او کلتور په هکله زيات معلومات تر لاسه کړم. د چين موسيقی خپله ځانګړتيا لری، خو مخکی ما نوموړی موسيقی نه وه اوريدلی. زه به په دې هکله نور زيات مربوط اسناد ومومم او هغه به زده کړم. هغه وويل دا لومړی ځل دی چی زه د ژړ سيند په نامه د پيانو نغمه اورم. هغه د نوموړې نغمې په اورېدو سره د چينايانو د غوره روحيې احساس وکړ.

د چين د کلتوری فيستوال په ترڅ کی اته نندارتونونه هم د امريکايی نندارچيانو د توجه وړ ګرځېدلی دی. د کينيدی په هنری مرکز کی زيات شمېر نندارچيان د ښکلی بېجينګ په نامه د يوه عکس په وړاندی تم شول چی پکی د بېجينګ لرغونی تاريخی اثار او معاصرې ودانۍ ښودل کېږی. علاره پر دې په نوموړی هنری مرکز کی د چين د فيشن جامې هم ليدل کېږي. د GHK په نامه د امريکې د انرژۍ شرکت عمومی مينيجر ښاغلی Robert Hefner له خپلې مېرمن سره له نوموړي نندارتون څخه خوند واخيست. هغه خبريال ته داسی وويل

( پنځم اواز)

د چين له خوا جوړی شوی شيان زماډير خوښېږی او زما مېرمن هميشه د چين جامې اغوندی. زه نوموړی نندارتون ډير خوښوم.

د ده مېرمن په نوموړی نندارتون کی د ښودل شويو شيانو په هکله داسی وويل

(شپږم اواز)

د نوموړي نندارتون ډير لوی خصوصيت دا دی چی د چين او لويديځې نړۍ بيلا بيل کلتورونه سره يو ځای کېږی. د نوموړو جامو شکلونه بيلا بيل دي او کيفيت يی د پخوا په نسبت ښه والی موندلی دی.

ښاغلی Robert Hefner زياته کړه چی په واشنګتن کی د چين د کلتوری فيستوال جوړېدل زيات اهميت لری، ځکه چی واشنګتن د امريکې سياسی مرکز دی، نو زيات شمېر سياستمدارانو په نوموړی کلتوری فيستوال کی ګډون کړی او د چين په هکله يی زيات معلومات تر لاسه کړيدي. دغه راز د چين او امريکې ترمنځ د روابطو د ټينګښت دپاره هم ګټور دی. علاوه پر دې، د نوموړی کلتوری فيستوال څخه په خوند اخيستلو سره زيات امريکايی نندارچيان به د چين کلتور خوښ کړی.

د بين المللی همکارۍ د کميټې رئيس مېرمن چن سيانګ می خبريال ته وويل چی د چين د کلتوری فيستوال زيات هنری نمايشونه او نندارتونه می کتلی دي اوهغه می ډير خوښ شويدي. هغې وويل

(اتم اواز)

هنرونه د هېوادنو له سرحداتو نه وتلی دي. زما په نظر نوموړی کلتوری فيستوال ډير اهميت لری چی له دې لاری به له بين المللی ټولنې سره د چين همکاری او تګ راتګ پياوړی شی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و د چين کلتوری فيستوال د امريکې د مختلفو حلقو ستاينه تر لاسه کړيده. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!