<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-22 19:11:26    
د شينجيانګ کرنه او مالداری انکشاف موندلی دی

cri

کرنه او مالداری د شينجيانګ د اقتصاد اصلی بنسټ دی چی په دی جمله کی يی کرنه ډيره مهمه ده .

د ٥٠ کلونو نه راهيسی د شينجيانګ د ويغوری خودمختاری سيمی حکومت د علمی تخنيکونو په اتکا د اوبو د لګولو او په زراعتی چارو کی د د شرايطو د بشپړيدو دپاره زياتی پيسی اچولی دی چی په دی اثر په کرنه کی دوامدار انکشاف تر لاسه شوی دی .د احصائيی له مخی په ٢٠٠٤ کال کی د شينجيانګ د کرنی عمومی ارزښت څه د پاسه ٧٥ ملياردو ژن مين بی يونو ته رسيدلی چی دا رقم د ١٩٧٨ کال په نسبت څه د پاسه شپږ چنده او د ١٩٥٥ کال په نسبت څه د پاسه يوولس چنده زيات و .اوس شينجيانګ د پمبی او د رومی بانجانو سوس د توليدولو لومړی لويه سرچينه ګرځيدلی ده .

پمبی په شينجيانګ کی د يو مهم زراعتی توليد په توګه ګڼل کيږی او هر کال د کرلو سيمی يی ١ مليونو هکتارو ته رسيدلی چی په هيواد کی يو په څلورمه برخه نيسی .په ٢٠٠٤ کال کی د پمبی توليدی اندازه له څه د پاسه يو مليونو اوه سوو بنځوسو زرو ټنو نه زياته وه چی د هيواد د عمومی توليدی اندازی يو په دريمه برخه يی ونيوله .

د چين د زراعتی علومو د اکادمی د کرنی پوهانو خبريال ته وويل ځکه په دی سيمه کی د پمبی توليدی اندازه ډيره لوړه ده ،علت يی د ا دی چی په دی سيمه کی طبيعی شرايط ښه دی او د نوموړی سيمی حکومت د پمبی توليدولو ته په درنه سترګه ګوری او د پمبی د کرلو په سيمو کی د عصری تخنيکونو څخه ګټه اخلی .تر ٢٠١٠ کاله پوری به د پمبی د کرلو مساحت ١ مليونو ٥ هکتارو ته ورسيږی او له دی نه به د ٢ ملياردو ٢ سوو مليونو په ارزښت ګټی واخلی .

له پمبی نه علاوه د شينجيانګ بيلا بيل ځايونه د محلی ځانګړيتوب سره سم په نورو ساحو کی ههم ښه حاصلات تر لاسه کوی .د ايی لی د قزاقی خودمختاری سيمی په اړه د تشکريق د علاقه داری مسؤل سان لين وويل چی د تحقيقاتو له مخی مونږ فيصله وکړه چی مرخيړی ،مخکنی توب او سابه په ګرين هوس کی وکرو چی په دی اثر د نوموړو سبو حاصلات له اړتيا نه زيات دی او د بزګرو حاصلات او عايدات هم لوړ شوی دی .ځکه چی د علمی لارو چارو څخه استفاده کولو د پيسو لګښت او بشری قوت کم کړی دی نو زيات برګران په نورو چارو لکه چی توريزم او حمل و نقل بوخت دی .سان لين وويل چی په ٢٠٠٤ کال کی دری زرو تنو د کار دپاره د تشکريق له علاقه داری نه ولاړل چی په دی اثر د نوموړی علاقه داری د هر تن په سر عايدات ١٢٠ ژن مين بی يوانه زيات شوی دی .

زراعتی چارو ته د انکشاف د ور کولو په عين وخت کی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی حکومت د عنی زراعتی منابعو څخه په استفادی سره د نساجی توليداتو او د خوراکونو چمتو کولو ته انکشاف هم ور کوی .دغه شان د دی تر څنګ يی په ٢٠٠٤ کال کی د سپڼسيو توليدی اندازه هم د ١٩٥٥ کال د ٣٢٠٠ ټنو نه ٢٥٠ زرو ټنو ته زياته شوی ده او د بوری توليدی اندازه يی دری لکو ټنو ته رسيدلی ده .د ځانګړی زراعت او د زراعتی کيدو د چټک انکشاف له امله زراعتی توليدات يی لوړ ارزښت تر لاسه کړی دی .تر ٢٠٠٤ کاله پوری په نوموړی سيمی کی هغه غښتلی تصديۍ چی د منقولو او غير منقولو مالونو ارزښت يی ١٠٠ مليونو يونو نه اوښتی دی ،څلويښتو رسيدلی دی چی په دی جمله کی د دولت په درجه غښتلی تصدف ٢٤ دی .