د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په افغانستان کی د امريکی د ميشته فوځ نطاق په ٢١مه نيټه وويل چه په قندهار کی د امريکايی عسکرو لخوا د طالبانو د مړيو د جسدونو د سوځولو په باب پيښه په روغتيايی ساتنی پوری اړه درلوده او نه د طالبانو او افغانانو په ضد روانی جنګ .
مګر نوموړی نطاق په دی اعتراف وکړ چه د طالبانو د مړيو د جسدونو د سوځلولو په باب د امريکايی عسکرو نوموړی کړه وړه د اسلام د عنعناتو په خلاف يو ډول عمل دی او امريکايی فوځ د يوه ګډ ګروپ په جوړولو سره د نوموړی پيښی په پلټنی پيل وکړ .