د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د م م موسسی د اکتوبر په ٢٢ مه نيټه له بين المللی ټولنی څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه چه بايد سمدستی د پاکستان تر کنترول لاندی د کشمير او د هغه هيواد د شمالی سيمی زلزله ځپلو خلکو ته لازياتی مرستی برابری کړی .
په پاکستان کی د م م د انسانی چارو اړوند مامور جان وان مورتيل په اسلام اباد کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د پاکستان په شمال کی هوا ورځ په ورځ سړه کيږی او ژمی به ژر راورسيږی . که نوموړو خلکو ته کافی خيمی او کيږدی ، خوراکونه او درملونه برابر نه کړی شی ،نو امکان شته چه نوی مصيبتونه به رامنځ ته شی .