<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-23 17:20:49    
د چين د سرحدی ښار قاشغار

cri

قاشغار د چين په لويديځ سرحد کی د سينجانګ د ويغوری قوم په خود مختاره سيمه کی واقع دی او په خوا د وريښمو لاری په اوږدو کی د يوی ښکلی ملغلری په نامه ياديده٠ همدغه ځای دوه زره کاله دمخه د چين د هان په سلسله کی د شپږ ديرشو کوچنيو مملکتونو څخه شميرل کيده او د کلونو کلونو نه راهيسی د شنو ونو او پکلی ګلانونه د ډک ښار په نامه شهرت لری پرته له دی أب وهوايی مناسبه ده او زيات حاصلات تر لاسه کيږی ٠ په دی ځای کی د ويغوری ، تاجک او نورو قومونو خلک د سولی په فضا کی يو له بل سره ژوند کوی او په زړه پوری محلی لرغونی دود دستور او هغه ودانۍ ليدل کيږی چی خاص اسلامی تعميراتی شکل لری ٠ حتی په قاشغار کی کباب هم د نورو ځايونو نه ښه مزه دار دی٠ که څوک قاشغار ته راشی، عمومأ به لومړی د ويغوری قوم په تاريخ کی د هغو دوو نامتو اديبانو مقبری ته د تعظيم او احترام د څرګندولو دپاره لاړ شی چی يو يی د ترکی ژبی د قاموس مولف محمد قاشغار او بل يی د قوتار بليک په نامه د مشهور اثر ليکوال يوسف دالو هاجپ دی٠ ورپسی به د اپاق خوجا مقبری، د عيدګار مسجد او قاشغار ښار ته د کتنی دپاره لاړ شی٠ په لرغونی زمانه کی په قاشغار کی سوتيان اوسيدل چی دغه قوم په مرکزی اسيا کی يو قدريمی قوم و ٠ د تاريخی اسنادو له مخی سوتی ماشومانو د پنځه کلنی په وخت کی به د زياض زده کړه کوله او د زلميتوب په موده

کی به ډی په سوداګری پيل کاوه ځکه چی د سوتيانو په نظر سوداګری يو ښه ملک

و٠ د سوتيانو او لادونه تر يوولسمی پيړۍ پوری هم د قاشغار يو تجارتی ښار ګرځيدلی دی٠

وروسته تر هغه چی د وريښمو دپاره هواره شوی، قاشغار د هم جغرافيايی موقعيت سره سم د ختيځ او لويديځ د اقتصادی او کلتوری راکړی ورکړی د محور په توګه رول لوبولی دی٠ په دی ځای کی د مختلفو هيوادونه راغلی سوداګران او سياحان او په بازار کی ډول ډول خارجی قيمتی شيان ليدل کيدی ، په تيره بيا ميوی او حيوانات ٠ نو ويل کيږی چی قاشغار په هغه وخت کی د چين په لويديځ کی داسی تجارتی ښار او بين المللی بازار ګرځيدلی دی چی د نورو ځايونو نه مخکی رامنځته شويدی ٠ په قاشغار کی زياتره اوسيدونکی ويغوريان دی٠ دوی د خپلو نيکونو د عادت په ميراث هم په سوداګری بله دی او د سوداګری په برخه کی حتی د خپلو نيکونو نه هم اوښتی دی٠

نن ورځ د عيدګار لوی مسجد ته نژدی د واټونو په دواړو غاړو کی ډيری زياتی مغازی ليدل کيږی او حتی د تنګی لاری په دوو خواوو کی ډول ډول غرفی هم شته دی چی ښکلی زيورات، ويغوری چاکو، خولۍ ، مسالی، روژه عطر او نور د ژوندانه اړتياوړ شيان خرڅيږی٠ د مغازو او غرفو خاوندان په مسکا د مشتريانو هر کلی کوی٠ د يوسته لبويی په کوڅه کی چی د عيدګار مسجد ته نژدی واقع ده، د منځنی پيړۍ نه راهيسی پاتی شوی تعميراتی ودانۍ پيدا کيږی او د کوټی په وړاندی په شيشه يی صندوق کی قديمی سک او شيشه يی زيورات ايښودل شويدی٠ د عيدګار مسجد په شاو خوا ځايونو کی ډير بازارونه شته دی ، لکه د هانکانګ بازار، د يودالی بازار د قوناق بازار ، دغه بازادونه سهار روختی خلاصيږی او تر نيمی شپی

پوری تړل کيږی٠ دغه راز په بازادونو کی ډول ډول دار ويغوری خوراکونه مثلا کباب ، سام سا، پلو چلو هم خوړل کيږی ، لنډه دا چی په بازارونو کی هر شی اخيستل کيږی٠