کله چه يو حکومت دتشکل په حال کی وی او خپله خط مشی ترتيبوی نو د هېواد ، اقتصادی او اجتماعی اوضاع مطالعه کوی او هغه څه چه دموجوده حال دښه کولو لپاره کولی شی خلکو ته يی دکولو وعده ورکوی . په دغه ډول د حکومت او ملت ترمنځ يو اچتماعی قرار داد انعقاد مومی او حکومت د ملت اعتماد حاصلوی .
د دی له امله چه خط مشی په هره برخه او هر ټکی باندی ولسی جرګه هر راز بحثونه ، اعتراضونه او تبصرې کوی حکومت د مسؤليت له احساس سره د خطمشی په ترتيبولو کی له دير غور او دقت څخه کار اخلی او د واقعيتونو په اظهار کی ډير محتاط وی .
حکومتونه عادتأ کوشش کوی چه د خلکو اميد په ياس بدل نه شی او د تيرو حکومتونو اعتبار څه نه څه وساتل شی ځکه چه د دوی اعتبار ورپوری تړلی دی .
نقادی او دحقايقو افشأ کول د حکومتونو کار نه دی بلکه لمر په ګوته پټول سياسی مصلحت دی .
هغه وخت چه واقعيتونه د عصری ميرمنو پهشان بيخی بی پردی شی نو دوی ورته مخ لوڅی وايی او نهضت نوم پری ږدی .
غرض دا چه حکومتونه ترڅو چه ډير مجبور نشی رښتيا نه وايی .
رښتيا نه ويل دا معنی نلری چه حکومتونه دروغ وايی ، بلکه پټه خوله پاتی کېدل او نه ويل يی معنی ده .
په دغه اساس هغه څه چه بايد په خط مشی کی د اداری نارسايی او بی نظمی ګڼل شوی وی په حقيقت کی انار شی وی .
د اوسنی حکومت خط مشی په نسبی ډول د رښتيا ويلو پانګه لږ څه زياته لری . د دی حکومت واقعبينی او اخلاقی سجيه او د دی وخت د مچبوريتونو تقاضا غوښتنه کوله چه خلک د وطن له حال او مال نه نسبتأ زيات خبر شی او د مشکلاتو تحمل او مقابلې ته اماده شی .
په دی خط مشی کی د حکومت دغه اعترافات دملاحظی وړ دی .
د ژوندانه په مخمو اړخونو کی د قوانينو نشتوالی ، له ډيرې بی نظمی څخه انار شی ته نږديوالی ، اقتصادی رکود او دملی عوايدو په سولو کی له دری څخه کموالی ، د باقياتو د تحصيل قدرت نلرل ، د صادراتو او وارداتو او همدارنګه د دولتی عايداتو او مصارفو ترمنځ عدم توازن ، د خارچی قرضونو او سودونو درونوالی ، د اداری سيستم نارسايی ، د قاچاق ، اقتلاس ، رشوت او احتکار ورځ په ورځ زياتوالی او بالاخره سر په سر وچکالی چه لوږه او تنده يی لازمی نتيجه ده ... دا دی د مملکت حال چه د حکومت په رسمی ژبه رسما خلکو ته اعلاميږی او هرڅوک د وطن حال او مال ته په جدی ډول متوجه کوی .
دغه رښتيا ويل په عين حال کی د ا هم ښيی چه حکومت د خپلو اسلافو نه مملکت اداره په څنګه حال کی له څومره نيمګړتياو سره په لاس کی اخلی ؟ کله چه دا حکومت د افغانستان اداره بل ته تسليموی ښايی چه هيڅ باقيداری به ونه لری ، بلکه څه قدر به لافاضل شی .
په دغه وخت کی چه يو حکومت د دغو ټولو مشکلاتو له فهم سره په دغسی شرايطو کی د راتګ جريت کوی او قربانی ته حاضرېږی دا نه ده معلومه چه د سمون او بهبود په لاره کی څه کولی شی ؟ د وچکالی رفع کول او د رحمت بارانونه ورول خو د خدای کار دی او له حکومت نه يی توقع نشی کېدی ، د قرضونو دروند بار خو هم څوک نشی سپکولی ، بلکه د مجبوريت په تقاضا دا پېټی بايد نور هم دروند شی .